لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوليو رنځ د ختمولو لپاره به پاکستان او افغانستان په 2021م کې ګډ کار کوي


واشنګټن ــــ په پاکستان او افغانستان کې د پوليو رنځ د ختمولو لپاره د ګډو هڅو پرېکړه شوې ده چې پکې به د پوليو رنځ په ضد ګډ کمپاين هم چلول کېږي.

دا پرېکړه په يوه ګډه انلاين غونډه کې شوې چې پکې د دواړو هېوادونو چارواکو ګډون درلود.

د دې غونډې په اړه د پوليو د رنځ لپاره د پاکستانۍ ادارې مطبوعاتو د څانګې مشر رانا صفدر ويلي په دواړو هېوادونو کې د پوليو کمپاين د کاميابۍ لپاره به د يو بل سره پوره پوره مرسته کېږي.

په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د دې مقصد لپاره به د دواړو خواوو په پوله پوره پوره اسانۍ ورکول کېږي.

د پاکستان افغانستان پولې سره نیزدې قبايلي سيمې سوېلي وزيرستان یو انتظامي مشر او د پوليو په ضد ادارې وياند فهيد الله خان وويل د دواړو هېوادونو له خوا دا پرېکړه به د پوليو رنځ په مکمله توګه ختمولو کې لوی کردار ولوبوي.

د نوموړي په وينا په سوېلي وزيرستان کې به انتظاميه په پوله پوره پوره مرسته ورکوي او هڅه به کوي چې په 2021م کال کې د پوليو ضد کمپماين په وخت کومه ستونځه مخې ته را نه شي.

د ياد وړ ده چې تېره ورځ يو د پاکستان او افغانستان د پوليو مخنيوي د ډلو تر منځ يو وېډيويي کانفرنس وشو چې پکې د پاکستان له خوا رانا صفدر او د افغانستان مشري ډاکټر ظهير وکړه.

ډاکټر ظهير وايي په افغانستان کې د پوليو رنځ د ختمولو لپاره د پوره مرستې لپاره تيار دي او هڅه به کوي چې په پولو کومه ستونځه را مخې ته نه شي.

رانا صفدر بيا وايي پاکستان او افغانستان به په 2021م کال کې د کمپاين د کاميابۍ او د دې وايرس د ختمولو لپاره به ګډ کمپاين هم چلول کېږي.

د ذکر وړ ده چې په پاکستان او افغانستان کې چارواکي په دې خبره متفق شوي چې په 2021م کال کې به د پوليو ضد کمپاين دواړو خواوو ته په يو وخت شروع کېږي ځکه چې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ ډېر زيات دی او په يو وخت کمپاين به د دې وايرس د ختمولو لپاره ګټور ثابت شي.

د پاکستان د پوليو رنځ د مخنيوي پروګرام له خوا جاري بيان کې ويل شوي د ستمبر د مياشتې د غونډې د جايزې په مهال ويل شوي دواړو هېوادونو د دې ننګونې مقابله کړې او د پوليو وايرس د ختمولو لپاره يې پوره پوره ګامونه پورته کړي دي. په خصوصي توګه چې کوم ماشومان دواړو هېوادونو ته سفر کوي، هغوی به د دې وايرس نه بچ پاتې شي.

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د يو سرکاري روغتون ډاکټر نويدالله وايي پاکستان او افغانستان هغه دوه هېوادونه دي چې اوس هم د پوليو رنځ لري. د دواړو هېوادونو تر منځ دا رنګ کمپاين د اګست تر مياشتې پورې د ځنډ ښکار وو او د څلورو مياشتو وروسته بيا دا دی پېل کېږي.

ډاکټر نويدالله وايي د پوليو نه تر پينځو کالو عمر لرونکي ماشومان اغېزمن کېږي کوم چې بيا ټول عمر معذوره وي، تر دې چې د دې رنځ نه ماشومان مړه کېدی هم شي او د بچ کېدو يواځينۍ لار يې هم د پوليو ضد څاڅکي دي.

نوموړی زياتوي د بيا بيا څاڅکو ورکولو وروسته د نړۍ ټول هېوادونه د دې رنځ نه خلاص شوي دي خو په پاکستان او افغانستان کې له بده مرغه لا هم دا رنځ موجود دی او بايد مور پلار خپل تر پينځو کالو د عمر پورې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ارو مرو ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG