لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کېنېډا او امریکا کې د پاکستانیانو مدني او د بشري حقونو ټولنې د کریمه بلوچ د مړینې بشپړه پلټنه غواړي


واشنګټن ــــ د پاکستان د بهرمېشتو مدني فعالانو تنظیمونو بلوچ نېشنل موومنټ، بلوچستان نېشنل پارټۍ کېنېډا، ورلډ سیندي کانګرس کېنېډا، پښتون کونسل کېنېډا او پي ټي ایم کمېټۍ کېنېډا په یو ګډ بیان کې په کلکه غوښتنه کړې چې د کریمه بلوچ د مرموزې مړینې بشپړې او بې طرفه پلټنې دې وشي.

په کېنېډا کې د پاکستان های کمېشن په یوه بیان کې ویلي، د کېنېډا حکومت ته یې رسایي کړې او د کریمه بلوچ د مړینې سبب یې ترې پوښتلی دی.

دغو تنظیمونو د کریمه بلوچ پر ناڅاپي مړینه خفګان څرګند کړی او وایي که څه هم د ټورنټو پولیسو په لومړنیو پلټنو کې د کریمې بلوچ مړینه بې له کوم جرمه ګڼلې خو وایي هغه "وژل شوې" ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي:

"زموږ باور دی چې د هغې د سیاسي فعالیت له کبله د هغې ژوند ته د پاکستاني چارواکو له خوا ګواښونه وو او دې ته اړتیا ده چې د کریمه بلوچ د وژنې په اړه باید بشپړه پلټنه وشي".

خو تر اوسه د کریمه بلوچ کورنۍ د هغې مړینه وژنه نه ده بللې او د پاکستان حکومت یا په کېنېډا کې د پاکستان های کمېشن هم د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي چې ګواکې د هغې ژوند ته یې ګواښونه پېښ کړي وو.

بلې خواته د دسمبر پر 23مه په امریکا کې د جنوبي اېشیا د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو د فورم (سات) له خوا یوه آنلاین غونډه هم د کریمه بلوچ په یاد کې وشوه، د سات ګډونوالو د کریمه بلوچ په مرموزه مړینه باندې له سختې فکرمندۍ سره سره خپلو غړو ته وویل چې که څه هم د کریمې د مرګ پلټنې روانې دي خو دوی دې پخپل چال چلند کې محتاط اوسي.

په دې غونډه کې د کریمه بلوچ ملګري لطیف جوهر بلوچ هم ګډون کړی وو او هغه وویل دوی او د کریمه بلوچ کورنۍ پولیسو ته خواست کړی دی چې د دې پېښې پلټنې دې نه بندوي او وایي دا پېښه هغسې نه ده څنګه یې چې پولیس وایي.

د ټورنټو پولیسو د شورو- چارشنبې په ورځ د لومړنیو پلټنو په اړه پر ټویټر لیکلي "د یو بې درکه شوي تن د پلټنو په اړه د ټولنې او رسنیو له شدیدې دلچسپۍ خبر یو، د حالاتو جایزه مو اخیستې او افسرانو دا یوه غیرمجرمانه مړینه ګڼلې او د وژنې څه شک نه شته. موږ یې کورنۍ ته معلومات ورکړي دي".

په کېنېډا کې مېشتو د پاکستان د مدني فعالانو تنظیمونو په خپل بیان کې ویلي، کېنېډا د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره په نړۍ کې یو خوندي هېواد ګڼل کېږي، خو وایي که د کریمه بلوچ په قضیه کې کلک ګامونه وا نه خیستل شي دا به د کېنېډا نړیوال حیثیت زیانمن کړي، خو د کېنېډا حکومت تر اوسه د کریمه بلوچ د مرموزې مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

د سات غونډې دا وړاندیز هم وکړ چې د کریمه بلوچ د مړینې په پلټنو کې دې یواځې ابزروېشنل تحقیقاتو پر ځای دې تکنیکي پلټنې وکړي. د سات په غونډه کې لطیف جوهر وویل د پولیسو په وینا د هغې مړی په اوبو کې پروت موندل شوی او د هغې سامان لکه بټوه او نور شیان له اوبو بهر پراته وو.

د سات غونډې په ګډونوالو وویل چې دوی د ټورنټو د پولیسو پر کردار شک نه کوي‌ خو د حیرانۍ وړ ده چې د دویم جلاوطنه بلوڅ فعال تن مړی په یو شان تر تښتول کېدو وروسته له اوبو تر لاسه کېږي.

د سات ګډونوالو دا هم وویل چې یو وخت له روسه تښتېدلي سیاستوال د زړه له دورې مړه کېدل خو ډېر وروسته ادارو معلومه کړه چې هغوی ته به زهر ورکړل شوي وو. همدا علت دی چې وایي تر اوسه د ساجد حسېن او کریمه بلوچ یو ډول مرګ دوی اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG