لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ په هېوادونو کې د کورونا واکسین د ورکولو بهیر څه ډول پرمخ درومي؟


واشنګټن – مکسیکو په لاتینې امریکا کې لومړنی هېواد شو چې پکې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کورونا واکسین د ورکولو بهیر پیل شو.

په دغه هېواد کې له کورونا څخه تر ۱۲۰۰۰۰ زیات کسان تر اوسه پورې مړه شوي دي.

د مکسیکو سیټي په روبېن لونېرو روغتون کې ۵۹ کلنه نرسه لومړنی کس وو چې ورته د فایزر بایوټېک واکسین ورکړل شو، ځکه ددغه هېواد د تګلارې له مخې، لومړی باید روغتیايي کارکونکو ته واکسین ورکړل شي.

رامېرېز د واکسین له اخېستلو وروسته رسنیو ته وویل، "دا په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو غوره تحفه ده چې ترلاسه کوم یې."

دغه راز تمه ده چې چلې هېواد به هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له فایزر بایوټېک څخه د لسو میلینه ډوزه ارډر څخه د لومړنیو لسو زرو ډوزو واکسینونو له ترلاسه کولو سره ژر تر ژره د واکسین ورکولو بهیر پيل کړي.‌

همدارنګه کاسټاریکا هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ تیاری نیوه چې په پلازمېنه کې دوو زړو کسانو ته واکسین ورکړي.

ارجینټاین بیا د زیارت په ورځ په روسیه کې د سپوتنېک کمپنۍ لخوا د جوړ شوي واکسین درې لکه ډوزه ترلاسه کړل.‌

په امریکا کې د کورونا د واکسین ورکولو د بهیر دوهمه اونۍ هم په پوره کېدو ده او تر اوسه پورې کابو یو میلیون کسانو ته واکسین ورکړل شوی دی چې زیاتره یې روغتیايي کارکونکي او زاړه خلک دي.

خو دغه شمېر د حکومتي چارواکو لخوا له ټاکل شوي شمېر څخه چې غوښتل یې د روان کال تر پایه شل میلینه امریکایان واکسین شي ډېر کم دی.

د امریکا په حکومت کې د واکسین په برخه کې د چټکو عملیاتو مشر سلاکار مانسف سلویې خبرداری ورکړی چې دا به اوږد وخت ونیسي چې په دغه شمېر ډوزه واکسین ورکړل شي.

د ټرمپ ادارې له فایزر بایوټېک سره د دوه بیلینه ډالرو په ارزښت یو تړون کړی چې له مخې به یې نور سل میلیونه ډوزه واکسین امریکا ته ورکړل شي. له دې سره به امریکا ته د ۲۰۲۱ کال د جولایې تر نیمايي پورې د واکسینونو د ډوزونو شمېر ۲۰۰ میلیونو ته ورسېږي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې تر اوسه پورې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۱۸.۵ میلیونو او د مړو شمېر له ۳۲۷۰۰۰ څخه اوښتی دی او له همدې امله به د واکسینونو ورکول خورا زیات ارزښت لري.‌

یواځې د کالیفورنیا ایالت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې په دغه ایالت کې د کورونا د پېښو شمېر دوه میلیونو څخه واوښت.

اخوا ایران ویلي دي، چې دوی د امریکا لخوا اجازه ترلاسه کړې ده چې د کورونا واکسین د رانیولو لپاره پیسې واستوي. دا خبره د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د زیارت په ورځ وکړه.

د امریکا په خزانې وزارت کې د بهرنیو اساسو د کنټرول دفتر اجازه ورکړې چې ایران د سوېس بانک ته ۲۴۴ میلینه ډالره واستوي تر څو پرې ۱۶.۸ میلینه ډوزه د کورونا واکسین راونیسي.

همدارنګه د ترکیې د روغتیا وزارت فهریتن کوکا د زیارت په ورځ وویل، چې د چین سینواک واکسین لومړنۍ جوپه به په څو ورځو کې دغه هېواد ته ورسېږي.‌

تمه ده چې ترکیه به د چینايي واکسین درې میلینه ډوزه ترلاسه کړي کوم چې په ترکیه کې د لومړنیو ازموینو څخه څرګنده شوه چې ۹۱ فیصده اغېزناکه دی. که څه هم د ازموینو دریم پړاو لا بشپړ شوی نه دی.‌

ترکیه دا اپشن هم لري چې په راتلونکې میاشت کې د واکسین د بهیر له پیلېدو سره به ۵۰ میلیونه نور واکسینونه هم ترلاسه کړي‌.

انقره به همدارنګه په راتلونکو څو ورځو کې له فایزر بایوټېک سره هم یو تړون لاسلیک کړي د کوم له مخې به چې ۴.۵ میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړي او د ۳۰ میلینه نورو ډوزونو د رانیولو اپشن به هم ولري.‌

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG