لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور 63 تنه مړه شوي


د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور 63 کسان مړه شوي او ورسره نور 2260 کسان په دې وايرس اخته شوي دي.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې تراوسه پورې په کرونا وایرس څلور لکه 69زره 482 کسان اخته شوي او څلور لکه 20زره 489 ترې ښه شوي هم دي.

دا وخت په ملک کې 48زره 993 کسان په کرونا وايرس اخته دي او د کرونا په اړه د تازه شمېرو خپرونکې سرکاري وېب پاڼې ترمخه په دغو کسانو کې د 2357 کسانو روغتيايي حالت سخت دی.

به پاکستان کې کرونا وايرس تراوسه پورې ټول 9816 کسان مړه کړي دي.

په پاکستان کې د چارواکو په وېنا د کرونا وایرس دوېمه څپه روانه ده.

په وروستيو کې په ملک کې په کرونا د اخته کسانو د مړينو شمېرې سېوا شوي دي.

د 14 دسمبر نه تر 26 دسمبر پورې 986 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

په پاکستان کې د صوبو په کچه پنجاب صوبه اوس هم په سر کې ده چې د کرونا له امله پکې 3858 کسان مړه شوي، په دوېم نمبر په سيند صوبه کې 3462 کسانو د کرونا څخه ژوند د لاسه ورکړی دی.

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وايرس 1596 کسان مړه کړي او بلوچستان صوبه کې 181 کسان د کرونا ښکار شوي دي.

په اسلام اباد کې 404، د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې 214 او ګلګت کې 181 کسان کرونا مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG