لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دملي پخلاینې د رهبري شورا غونډه،صالح وایي دمذاکراتو وروستي بهیر کې باید دملګرو ملتونو نه ضمانت ترلاسه کړل شي


دافغانستان دملي پخلاینې دعالي شورا دوهمې راجوړې شوې غونډې ته خپله وینا کې دافغان ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح ویلي د سولې دمذاکراتو وروستي بهیر کې دسیمې دهیوادونو ښکیلتیا اؤ دملګرو ملتونو ضمانت ترلاسه کول زیات مهم دي.

هغه ویلي هیڅوک نه شي کولی افغانستان کې په یوازې سر چارې پرمخ یوسي اؤ تجربو ښودلی چې افغانستان کې دځان تپلو فکر د وراني اؤ بیلتون سوب جوړ شوی.

ښاغلي امرالله صالح وویل دافغانستان دجګړې بهرنی اړخ تر کورني اړخ زیات پراخه دی اؤ دسیمې اؤ ګاونډي هیوادونو له همغږۍ پرته به د سولې اؤ امنیت ټینګول ممکن نه وي.

د ولسمشر مرستیال وویل که تاؤ تریخوالی کم یا احتمالي اوربند وشي نو مذاکراتو ته دویم پړاؤ به په ښه توګه ترسره اؤ دسولې مزل به رالنډ‌شي.

غونډې ته پخپله وینا کې دافغانستان دملي پخلاینې دعالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل د دویم پړاؤ خبرو کې باید دمذاکراتو ځائ دخبرو دځنډ ښکار نه شي اؤ دسولې خبرې پخپل وخت پیل شي.

هغه وویل دافغانستان اسلامي جمهوریت دسولې دپاره بشپړه اراده لري اؤ دا دخوښۍ ځائ دی چې نړیوالې ټولې اؤ سیمه ییزو هیوادونو هم د سولې دبهیر سره خپل کلک ملاتړ ښودلی دی.

عبدالله عبدالله وویل سوله دیو اړخ د سپکاوي اؤ دبل دبریالیتوب اؤ یا د تسلیمۍ په معنا نه ده بلکې داسې یوه لار پیدا کول دي چې په یو نظام کې ګډ ژوند وکړل شي

د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبرۍ شورا په دې غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، سیاسي مشر عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق، یونس قانوني او دافغانستان د اسلامي جمهوري ریاست دمذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او پلاوي هم برخه دلوده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي غونډې ته خپله وینا کې وویل چې افغانان سولې ته زیاتې هېلې لري اؤ‌ غواړي هیواد ته یې سم د ټکه سوله راشي.

هغه په مذاکراتو د بوختو ډلو څخه وغوښتل چې دسولې مذاکراتو دبریالیتوب دپاره خپلې بشپړې هڅې په چټک توګه وکړي.

XS
SM
MD
LG