لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې نظیر بټو 13م تلین، بلاول وایي:‌ تیاره ځواکونو هغه و وژله خو ماتې یې ور نه کړه


Benazir Bhutto
Benazir Bhutto

واشنګټن ــــ د پاکستان د پخوانۍ وزیراعظمې او د پیپلز ګوند د پخوانۍ مشرې بې نظیر بټو 13م تلین به نن په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې لا هم د هغې پېښې په تړاو څوک نه دي سزا شوي‌ چې په نتیجه کې یې د بې نظیر بټو په ګډون ګڼ شمېر کسان و وژل شول.

د بې نظیر بټو زوی او د پیپلز ګوند اوسني مشر بلاول بټو زرداري د هغې د تلین په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، بې نظیر بټو نه یواځې د نرانو په ټولنه کې د ښځو حوصلې اوچتې کړې بلکې په زړورتیا سره یې د جمهوریت او بشري حقونو لپاره هم مبارزه وکړه:

"د هغې نظریه د پاکستان ډیموکرېټک موومنټ په بڼه ژوندۍ ده ځکه چې هغې آمرانه ځواکونه چېلنج کړي وو او ویل یې چې ته یو تن بندي کولای شې خو نظریه نه شې بندولای، یو تن جلاوطنه کولای شې خو نظریه یې نه شې ختمولای، یو تن وژلای شې خو نظریه یې نه شې وژلای".

د بې نظیر بټو 13م تلین به نن د اتوار- یکشنبې په ورځ د سیند د لاړکانه ضلعې په نوډېرو سیمه کې د یوې لویې جلسې په بڼه لمانځل کېږي، چې د پیپلز ګوند د مشرانو په ګډون به د مسلم لیګ نواز، جمعیت علمای اسلام او نورو اپوزیشن ګوندونو مشران هم پکې ګډون کوي.

بلاول بټو په خپل بیان کې ویلي بې نظیر بټو تل په هېواد کې د ریښتیني جمهوریت لپاره مبارزه کړې او د پیپلز ګوند پر غړو یې غږ کړی چې په پاکستان کې د حقیقي جمهوریت، د آیین د بالادستۍ او د پارلمان د بشپړې خپلواکۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

بلاول بټو د بې نظیر بټو د وژنې تور په ښکاره پر چا نه دی اچولی خو وایي "د تیارو ځواکونو اخر هغه په دسیسو و وژله خو هغې ته یې حتی تر شهادت وروسته هم ماتې ور نه کړه".

د پیپلز ګوند مرستیال مشر او د پاکستان پخواني‌ صدر آصف علي‌ زداري د بې نظیر بټو د تلین په جلسه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند او د اپوزیشن ګوند د اتحاد پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمن ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه خو هغه ویلي د مصروفیتونو له کبله پکې ګډون نه شي کولای.

بې نظیر بټو د 2007م کال د دسمبر پر 27مه د راولپینډۍ په لیاقت باغ کې د خپل ګوند یوې مظاهرې ته تر وینا وروسته د سلګونو پلویانو په ملتیا پخپل موټر کې روانه وه او تر خپل موټر یې سر را ایستلی وو، چې یو تن پرې ډزې وکړې او بیا تر هغه وروسته ځانمرګی برید وشو، چې د دې په ګډون د پیپلز ګوند شاوخوا 22 نور کسان پکې و وژل شول.

پر بې نظیر بټو د برید ذمه واري هغه مهال د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG