لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسکردو:دپاکستان پوځي هېلي کاپټر دغورځېدو له امله تباه،د دوؤ پوځي افسرانو په ګډون پکې ۴ عسکر مړه شوي


دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې له مخې په ګلګت بلتستان کې دا پوځي هیلي کاپټر هغه مهال غورځېدلی چې په سیمه کې دیو بل وژل شوي پوځي عسکر عبدالقدیر مړی یې د اسکردو پوځي روغتون ته رسولو.

پوځ د اتوار په ورځ پخپل یو لنډ بیان کې دهېلي کاپټر غورځېدو دې پېښه کې د خپلو دوؤ افسرانو میجر محمدحسین اؤ دوهم پائیلوټ میجر ایاز حسین په ګډون د نائیک انضمام عالم اؤ سپاهي محمد فاروق دمړینې پخلی کړی دی.

پوځ پخپل لنډ بیان کې ویلي دې هېلي کاپټر کې د مني مرګ سیمې څخه دیو وژل شوي عسکر عبدالقدیر مړی داسکردو پوځي روغتون ته وړل کیدو چې په لاره کې دتکنیکي پېښې ښکار اؤ نسکور شو.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دپوځي الوتکو غورځېدلو پېښې سیوا شوي اؤ دستمبر په ۱۵مه نېټه هم

دپوځ یوه الوتکه په پېندۍ سیمه کې غورځېدلې اؤ تباه شوې وه خو په دغه پېښه کې کوم ځاني زیان نه ؤ اوښتی.

تر دې وړاندې ۱۳م اپریل هم د پوځ یوه لوتکه د تربیتي الوت په مهال دپنجاب په ګجرات سیمه کې لوئېدلې اؤ تباه شوې وه چې پکې ددغه الوتکې دواړه پائیلوټان مړه شوي وؤ.

همدا شان دجنورۍ په میاشت کې هم په میانوالي سیمه کې پوځی الوتکه غورځېدلې اؤ دوه پائیلوټان پکې مړه شوي وؤ.

دکال ۲۰۱۷م دمئ میاشت کې دپنجاب په جهنګ سیمه کې دپاکستان یوه میراج الوتکه اؤ په ۲۵م میانوالي سره نزدې ایف سیون پي الوتکه غورځېدلې وه خو دغو دواړو پېښو کې پائیلوټان خوندي پاتې شوي وؤ.

په ۲۴م نومبر کال ۲۰۱۵م کې د FT-7PG په نوم یوه پوځي الوتکه غورځېدلې وه چې پکې دپاکستان وړومبۍ ښځینه پائیلوټه مریم مختار مړه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG