لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان سولې د دوېم پړاو خبرې به هم په قطر کې کيږي، عبدالله عبدالله


د افغانستان د سولې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي، د افغان سولې په لړ کې د طالبانو سره د سولې د دوېم پړاو خبرې به هم په دوحه کې پېل کيږي.

افغان صدراتي ماڼۍ ارګ پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ ویلي، عبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي، د خبرو د دوېم پړاو او ځای په اړه يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

ولسمشر اشرف غني ویلي، "د افغانستان حکومت به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي".

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې د عالي شورا غونډه هم شوې چې پکې د طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي د غړو ترڅنګ افغان چارواکو، سياسي او جهادي مشرانو هم ګډون کړی دی.

ويل شوي په غونډه کې د بېن الافغاني خبرو د دوېم پړاو د پېل کېدو وړاندې د يوې کمېټۍ جوړېدو هم ویل شوي دي.

عبدالله عبدالله د غونډې په اړه ویلي، د مذاکراتي ډلې د مشرانو کمېټۍ د خبرو اترو دپاره بشپړ ملاتړ څرګند کړی او د خبرو د بل پړاو دپاره يې د ښکاره لارښوونې پرېکړه کړې ده.

هغه ویلي مذاکراتي کميټي د قطر او نړيوالې ورورولۍ ستاينه کوي چې د افغان سولې د راتلونکي پړاو ملاتړ کوي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ مخامخ خبرې د روان کال د ستمبر د میاشتې په 12 نېټه په قطر کې پيل شوې وې.

د افغان حکومتي مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ دغه خبرې که څه هم د ځنډ ښکار شوي خو بيا روانې شوې او دا وخت پکې د 20 ورځو وقفه ده.

عبدالله عبدالله ويلي په پينځمه جنورۍ 2021 به دغه خبرې بيا پېليږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG