لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کورونا په اړه وروستي معلومات


واشنګټن - د کورونا ویرس له امله د استرالیا چارواکو د نوي کال د جشن په مراسمو کې چې په نړۍ کې یو له سترو مراسمو څخه ګڼل کېږي د خلکو په ګډون باندې بندیز لګولی.

د نیو سوت وېلز مشر د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سېډني بندر به د نوي کال په شپه یعنې د زیارت یا پنجشنبې په شپه د خلکو پر مخ تړلی وي تر څو د وایرس له خپرېدو څخه مخنیوی وشي.

ددغې سیمې په اوسېدونکو کې د ډیسمبر له نیمايي راهیسې په ۱۲۵ کسانو کې کورونا مثبت شوې ده چې پنځه یې نوې پېښې دي.

د نوي کال لپاره په سېډني کې په شانداره توګه د اتش بازۍ مراسم ترسره کېږي او دا ځل چارواکو ویلي چې خلک به یواځې له خپلو کورونو څخه په ټي وي باندې ددې ننداره کوي.‌

د استرالیا چارواکو نه یواځې په بندري ښار کې په عامو خلکو باندې بندیز لګولی بلکه په شخصي مېلو کې یې هم له لسو څخه د زیاتو کسانو په راټولېدو باندې بندیز لګولی.

د کورونا پنځم واکسین:

تمه ده برتانیه به په روانه اونۍ کې د اسټرا زېنېکا لخوا د کورونا لپاره جوړ شوی واکسین تصویب کړي او ددغې کمپنۍ مشر وايي، دا به هم د کورونا په وړاندې د فایزر او مډرنا واکسینونو په څېر اغېزناکه وي.‌

د اسټرا زېنېکا مشر پاسکال سوریټ سنډې ټایمز ته ویلي، دی فکر کوي چې ددغه کمپنۍ لخوا جوړ شوی واکسین به د کورونا وایرس د نوې بڼې په وړاندې هم اغېزناکه وي.

د کورونا وایرس نوې بڼه تر پخوانۍ په لا چټکۍ سره خپرېږي او په نړۍ کې یې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

کچېرې د اسټرا زېنېکا واکسین تصویب شي نو دا به پنځم واکسین وي، چې له وایرس سره د جګړې ډګر ته وردانګي.

ددې واکسین په لومړنیو ازموینو کې ښکاره شوې ده چې دغه واکسین د ناروغۍ په مخنیوي کې ۷۰ فیصده اغېزناکه وو په داسې حال کې چې فایزر او بایوټېک د خپل جوړ کړي واکسین د ۹۵ فیصده اغېزې خبر ورکړی وو.

همدارنګه روسیه او چین دواړه خپل خپل واکسینونه لري.

د اسټرازېنېکا واکسین په داسې حال کې منل کېدو ته وړاندې شوی چې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۸۰.۷ میلیونو او د مړو شمېر له ۱.۷ میلیونو څخه زیات شوی دی.

یواځې په امریکا کې ۱۹ میلیونه کسان په کورونا باندې اخته او ۳۳۰۰۰۰ یې مړه شوي دي.‌

د یکشنبې یا اتوار په ورځ په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د کورونا د واکسین ورکولو چارې پیل شوې دي او ټاکل شوې ده چې تر ۴۵۰ میلیونو زیات کسان واکسین شي.

په ایټالیا کې یو نرس، د پوهنتون یو پروفیسور او یو ډاکټر لومړي کسان وو چې د واکسین لومړني ډوزونه یې ترلاسه کړل.

ایټالیا په اروپا کې یو له هغو هېوادونو څخه وه چې د ۲۰۲۰ کال په پسرلي کې په کورونا باندې سخته وځپل شوه.

د فایزر او بایوټېک واکسین لومړني لس لس زره ډوزه د اروپا اکثرو هېوادونو ته استول شوي دي. هر هېواد د واکسین په برخه کې خپل خپل پروګرام لري خو ټولو د خطر لاندې خلکو ته تر هر څخه وړاندې واکسین ورکوي.‌

په اروپايي هېوادونو کې د واکسین ورکولو چارې په داسې حال کې پیل شوې دي چې د کورونا وایرس د نوې بڼې په اړه په برتانیه کې یوې سروې ښيي چې د وایرس نوې بڼه له پخوانۍ څخه تر ۷۴ فیصدو زیاته ساري ده او له همدې امله ښايي له کورونا څخه په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۰۲۰ کال په پرتله زیات کسان مړه شي.‌

له همدې امله برتانوي چارواکو سر له ګل یا دوشنبې څخه دا ضروري ګرځولې چې له پرواز څخه ۷۲ ساعته مخکې باید د مسافرو د کورونا ټېسټونه وشي.

په جاپان کې هم چې د کورونا د نوې بڼې لومړنۍ پېښه رپوټ شوې ده سر له ګل یا دوشنبې څخه د جنورۍ تر پایه پورې د بهرنیانو په ورتګ باندې بندیز لګولی.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲.۳ ټریلینه ډالرو په اندازه د لګښتونو بېل لاسلیک کړ په کوم کې چې ۹۰۰ بیلینه له کورونا ځپلو سره مرسته او پاتې ۱.۴ ټریلینه په راتلونکي کال کې د حکومت د لګښتونو لپاره دي. د کورونا د ۹۰۰ بیلینه مرستو څخه به هر امریکايي‌ ته ۶۰۰ ډالره استول کېږي. تر دې مخکې، ټرمپ له کورونا ځپلو سره تیار شوی بیل رد کړی وو او ویلي وو چې دی غواړي امریکایانو ته د ۶۰۰ ډالرو پرځای ۲۰۰۰ ډالر واستول شي.

XS
SM
MD
LG