لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت د جماعت الدعوه او القاعده دپاره پېسو ټولونکو ته د بند سزاګانې اورولې


په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د دوه لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو القاعده او جماعت الدعوه دپاره پېسو ټولونکو دوه کسانو ته د بند سزا اورولې ده.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د ګل/ دوشنبې په ورځ د جماعت الدعوه ډلې سره په تړاؤ د جومات امام ته د يادې لاقانونه ګرځول شوې ډلې دپاره د چندې/ پېسو ټولولو په جرم کې د 25 کالو بند سزا اورولې ده.

عدالت د جومات په امام او ورسره د مدرسې چلوؤنکي غلام رسول رباني باندې د 22 لکه روپو جرمانه هم لګولې ده.

په غلام رباني تور ؤ چې هغه د کراچۍ په سپر هايي وی مدرسه او جومات د جماعت الدعوه د چندو دپاره کارول. او چندې به يې په ملک کې د ترهګرو فعالیتونو دپاره کارول کېدې.

رباني په ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

بل لور ته ياد عدالت د القاعده غړي محمد شاکرالله [مفتي شاکر] ته د پېسو ټولولو په تور د 20 کالو بند او 11 لکه روپو جرمانه اورولې ده.

عدالت ته ويل شوي شاکرالله به د کراچۍ نه تر افغانستان پورې په اسانه تګ راتګ کولو او چندې به يې ټولولې.

پاکستان په کال 2003 کې القاعده او په 2019م کې جماعت الدعوه او د دې ډلې ذيلي تنظيمونه ناقانونه ډلې ګرځولې دي.

په اسلام اباد کې د دوامداره پرمختيا پاليسي انسټيټيوټ يا سسټېنېبل ډويپلمنټ پالیسي انسټيټيوټ يو مشر عابد سلهړي وايي په پاکستان کې يو مثبت رجحان روان شوی دی او ځان د ترهګرۍ نه خوندي کول غواړي او هغه خلک چې په ترهګرۍ کې ککړ وو پاکستان يې قابو کول غواړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو پرضد ګېرا تنګه کړی شوې د هغو جايدادونه ضبط کړی شو او ګامونه پورته کړی شوي دي.

هغه وويل په تيرو وختونو کې که داسې نه وي شوي نو کېدی شي چې ځينې علتونه يې وو پاليسيانې تل يو شان نه وي.

د نوموړي په وېنا په پاکستان د اېف ای ټي اېف يا د ترهګرۍ د مالي مرستو او په غېرقانونه توګه د پېسو د انتقال د څار ادارې لخوا فشار په خپل ځای دی.

او د اېف ای ټي اېف د شرطونو لاندې چې پاکستان کوم اصلاحات کوي هغه يې د وړاندې نه غوښتل، خو پاکستان اوس په داسې ځای ولاړ دی چې دغه اقدامات عملي کړي.

تيره مياشت د لاهور يو عدالت د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد او د هغه دوه نورو ملګرو ته د دوی پرضد د ترهګرۍ په جوړو مقدمو کې دوی ته د لسو لسو کالو بند سزا اورولې وه.

له دې وړاندې د روان کال فرورۍ په مياشت کې هم د ترهګرۍ ضد يو بل عدالت حافظ سعيد ته د 11 کالو بند سزا اورولې وه.

حافظ سعید په نومبر کال 2008م کې په ممبۍ کې ترسره شوي برید کې تورن دی او د دغه برید وروسته د ملګرو ملتونو لخوا نړیوال ترهګر ګرځول شوی دی.

د کال 2012م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی دی.

په می کال 2008م کې د امریکا د خزانې وزارت د حافظ سعید نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG