پاکستان پيپلز ګوند ويلي د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ پي ټي اېم پرېکړه تاييدوي استعفاګانې به جمع کوي او د عمران خان حکومت به لرې کوي، بل لور ته نېب د مسلم ليګ ن ګوند خواجه اصف نيول شوی دی.
د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په کراچۍ کې د ګوند د مجلس عامله د غونډې وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، د عمران خان حکومت د اسټبلشمنټ په لاس جوړ دی، او وخت راغلی دی چې عمران خان د وزیراعظم څوکۍ پرېږدي ،د اسټبلشمنټ په سیاست کې لاسوهنه ودروؤ او حقيقي جمهوريت راولو.
بلاول بټو زرداري وويل د ګوند په مرکزي مجلس عامه کې پرېکړه وشوه چې د پي ډي اېم ټولې پرېکړې تاييدوي او 31 دسمبر پورې به د اسمبلۍ ټول غړي خپلې استعفاګانې د ګوند سره جمع کوي.
هغه زياته کړه وزیراعظم دې په خپله استعفا ورکړي لاړ دې شي ګنې دوی به يې وليږي او دوی ګڼي چې دغه ناجايزه حکومت په هر ځای کې چېلنج کړي.
نوموړي په ملک کې په سرشمېرنه، ګرانۍ او نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.
بل لور ته د پاکستان د احتساب قامي ادارې نېب د مسلم ليګ ن پارليماني مشر خواجه اصف نيولی دی.
راپورونه وايي د خواجه اصف نه د امدن د سېوا جايداد په رېفرنس کې پلټنې کوي.
د مسلم ليګ ن مرستیالې مشرې مريم نواز د خواجه اصف د نيولو په غبرګون کې ويلي، خواجه اصف د نواز شريف سره سياسي وفاداري نه بدلوي ځکه نيول شوی دی.
بل لور ته حکومت وايي د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ پي ټي اېم په خپله د ماتېدو سره مخ دی.
د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز د جمعيت علما اسلام ګوند څخه د مولانا محمد خان شېراني او نورو د ويستلو په تړاؤ دغه خبره کړې ده.
پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.
د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.
خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.
او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي ؤ د ائين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.
او حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.