لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اېل او سي د هندي پوځ په ډزو کې پاکستانی پوځي وژل شوی


د پاکستان پوځ ويلي، په لاين اف کنټرول د پاکستان او هند د کشمیر په وېشونکې پوله د هندي ځواکونو په ډزو کې د پاکستان د پوځ يو سرتیری وژل شوی دی.

ايي اېس پي ار دعوه کړې چې هندي پوځ په پوله سرغړونه کړې او په کويي رټه سېکټر يې ډزې کړي چې پکې 35 کلن سپاهي فضل الهي وژل شوی دی.

پاکستان او هند وخت په وخت په يو بل په پوله د سرغړونو تورونه لګوي.

پوځ ویلي، پاکستاني پوځ د هندي پوځ د ډزو په کلکه ځواب کړی او هندي پوځ ته يې په غټه کچه ځاني او نور زیان اړولی دی.

خو د هند پوځ ته د اړولي تاوان په اړه نور جزيات نه دي ورکړی شوي او نه د هند په مطبوعاتو په دغه اړه کوم بيان مخې ته راغلی دی.

د پاکستان پوځ ویلي د هند د پوځ په ډزو کې يو ملکي وګړی هم ژوبل شوی دی.

ايي اېس پي ار ویلي د پاکستان پوځ د هندي پوځ هغه پوسته په نخښه کړې د کومې نه چې ډزې شوې وې.

د پاکستان پوځ دا دعوه هم کړې ده چې په هټ سپرنګ سېکټر باندې د هند پوځي ډرون راغورځول شوی دی.

ويل شوي په کال 2020 کې دا د هند 16 پوځي ډرون دی چې د پاکستان پوځ راغورځولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG