لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ په کرک کې د مندر سوځېدو د پېښې د پلټنو امر کړی او پولیسو 30 کسان نیولي


واشنګټن ــــ د پاکستان سپریم کورټ د پښتونخوا په کرک سیمه کې د پارېدلیو کسانو له خوا د هندوانو د مندر سوځېدو پر پېښه له خپله اړخه د پلټنو سوموټو امر کړی او بل لور ته پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې او په تړاو یې شاوخوا دېرش کسان نیولي دي.

د سپریم کورټ له خوا د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه لیکلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې عدالت به د جنورۍ پر پینځمه نېټه د پېښې د پلټنو په اړه د خپل سوموټو امر اورېدنه کوي.

د کرک پولیس مشر عرفان الله ډان انګرېزي ورځپاڼې ته ویلي، چې مقدمه یې د دوو ځایي ملایانو مولوي محمد شریف او مولانا فیض الله په ضد درج کړې او ګڼ شمېر نور کسان یې هم پکې اچولي چې لا پېژندل شوي نه دي.

پولیس مشر وایي احتجاج کوونکي په پیل کې پرامنه وو او تش یې د مندر د پراخېدو په ضد احتجاج کاوه خو وایي د ځینو ملایانو په پارونه هغوی په تشدد لاس پورې کړ او پر مندر یې برید پیل کړ.

د پاکستان د بشري حقونو د مرکزي وزیرې شېرین مزاري په ګډون د بشري حقونو فعالینو، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او هندو لږکیو په کرک کې د مندر سوځېدو پېښه په کلکه غندلې ده. د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري دا برید د مذهبي همږغۍ په ضد دسیسه بللې ده. نوموړي نن پر ټویټر لیکلي:

"مندر ته د تاوان رسولو هڅه په پاکستان کې د مذهبي همږغۍ په ضد دسیسه ده چې د زغملو وړ نه ده. دا ډول رویې د اسلامي دین د ریښتینو تعلیمیاتو خلاف دي. د اقلیتونو د مذهبي ازادۍ ژغورنه زموږ دیني، آییني، اخلاقي او قومي ذمه واري ده".

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د لږکیو استازي او د پاکستان هندو کونسل مشر رمېش کمار د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ د سپریم کورټ په کراچۍ څانګه کې له چیف جسټس ګلزار احمد سره لیدلي او پر موضوع یې ورسره خبرې کړې دي. د سپریم کورټ خبرپاڼه لیکي:

"د پاکستان چیف جسټس پر دې ناوړه پېښه ژوره اندېښنه ښکاره کړه او د پارلمان غړي ته یې وویل چې ده مخکې لا د پېښې سوموټو امر کړی او د اقلیتونو د حقونو د یو کسیز کمېشن په لارښوونه یې د پښتونخوا چیف سیکرټري او پولیس مشر ته امر کړی چې د جنورۍ تر څلورمې خپل رپوټ ورته وړاندې کړي".

پولیس وایي‌ د چارشنبې- شورو په ورځ د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په ټيري سيمه کې د هندو مذهب لرونکو د عبادت ځای او د مذهبي پېشوا زيارت وروسته له هغه خلکو سوځولی چې ځایي ملایانو پارولي وو. د هندو مذهب لرونکي وايي دا د دوی تاريخي او مقدس مذهبي ځای وو.

په ټولنيزو رسنيو د پېښې يوه ويډيو خپره شوې وه چې په سلګونو خلک د مندر وداني ورانوي او د "الله اکبر" نعرې وهي. يو ځايي تن وي او اې ډيوه ته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي وو، "د مندر خوا کې د نوې ابادۍ په ضد ځايي خلک د مذهبي علماوو په مشرۍ احتجاج ته راوتلي وو او چې را وپارېدل وداني یې ونړوله او ځنې ځايونو ته يې اور هم واچاوه ".

د مذهبي همغږۍ د کمېټۍ غړی او ټولنيز فعال هارون سربديال وايي د مندر ډېره برخه ورانه کړی شوې ده. نوموړي وويل دا د دوی د مذهبي پېشوا زيارت او د عبادت ځای وو، په ورانولو يې د دوی جذبات زخمي شوي او ويره لري چې په سيمه کې موجود نور د عبادت ځايونه يې هم له خطر سره مخ کېدای شي.

په کرک او خواوشا سيمو کې هندو مذهب لرونکي د نشت برابر دي خو د دې ځای زيارت او دلته عبادت له به د خېبر پښتونخوا او د ملک له نورو برخو نه هندو مذهب منونکي راتلل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG