لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې د نوي کال ډېر جشنونه د کورونا له وېرې محدود یا کنسل شوي دي


واشنګټن – د نړۍ ۷.۸ بیلینه وګړي له ۲۰۲۰ کال سره په داسې حال کې په مخه ښه کوي چې د نوي کال ډېر جشنونه محدود او یا کنسل شوي دي.‌

په روسیه کې د ۲۰۲۱ کال له پیلېدو سره د خلکو ګڼ محفلونه کنسل شوي دي خو د روسیې په کلوګا ښار کې که څه هم اوسېدونکو یې د جشنونو کنسل کېدل غوښتي وو د سیلانیانو لپاره ځینې جشنونه نیولي وو.

دغه ښار له ماسکو سره په ۱۵۰ کیلومتره واټن کې پروت دی او د نوي کال لپاره د جشنونو مرکز بلل کېږي.

ترکیې نوي کال ته له څلور ورځني لاک ډاون سره هرکلی ووایه او ولسمشر رجب طیب اردوان ویلي، پولیس به په هوټلونو کې غیر قانوني محفلونو بند کړي.

په دوبۍ کې نوی کال تر ټولو لوړ اسمان څکې ودانۍ برج خلیفه سره د اورلوبو له کلنيو مراسمو سره پيل شو خو ځینې وايي، د وایرس د کنترول لارو چارو ددې مراسمو خوند کم کړی وو.‌

۵۰ کلن بشیر شیهو چې له نایجریا څخه له خپلې کورنۍ سره دغو مراسمو ته ورغلی وو اسوسېټېډ پریس ته وویل، "خلک دوبۍ ته ځکه راځي چې دا خلاصه ده خو دلته اوس ډېر زیات قوانین لګول شوي دي." هغه زیاته کړه،‌ "مونږ دوعا کوو چې راتلونکی کال به یې مونږ له ریښتونې ازادۍ سره ولمانځو."

په هندوستان کې د ۲۰۲۱ کال د لمانځلو مراسم د ګرځ بندیزونو، د سمندر غاړو په محفلونو د بندیز او د نورو سفري بندیزونو له امله کم رنګه شوی وو.

په سترو ښارونو کې هوټلونه او بارونه د شپې په یولسو بجو تړل شوي وو او اسو سېټېډ پریس وايي،‌ چې د ډرون په واسطه د خلکو تګ راتګ او راټولېدل څارل کېده.

په جاپان کې هم د کورونا د پېښو د زیاتوالي‌ له امله د نوي کال زنګ ورو وهل شوی.‌

د ټوکیو ښاروالې یوریکو کویکې له خلکو غوښتي وو چې په محفلونو کې دې ګډون نه کوي.‌

هغې وویل، "کورونا وایرس د کال په پای ته رسېدو او د نوي کال په رخصتیو باندې نه پوهېږي."

په جنوبي کوریا کې چې حکومت له پنځو څخه د زیاتو کسانو په راټولېدو باندې بندیز لګولی په دودیزه توګه د نوي کال د زنګ وهل له ۱۹۵۳ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره کنسل شوي وو.

دغه ډول سمندر غاړې چېرې چې خلک د لمر پورته کېدو ننداره کوي تړل شوې وې. همدارنګه د واورې د لوبو او سیالانیانو لپاره ځایونه تړل شوي وو.‌

په تایوان کې چارواکو د ټایپي ۱۰۱ ټاور سره نېږدې د اورلوبې ننداره جوړه کړې وه. همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ سره مخې ته د نوي کال په مناسبت د سهار د بیرغ پورته کېدو مراسم وشول خو په لږ شمېر حکومتي چارواکو او مېلمنو ته پکې بلنه ورکړل شوې وه.‌

په هانک کانګ کې د دوهم پرلپسې کال لپاره د نوي کال مراسم کنسل شوي وو. تېر کال د امنیتي ستونزو له امله دغلته جشنونه کنسل شوي وو. رسټورانټونه په شپږو بجو وتړل شول او په ژوندۍ بڼه پروګرامونه کنسل شوي وو.

د ټانګا، سېموا او کریباتي په نامه د مرکزي پاسفیک ټاپوګانو کې د خپل مخکې وخت له امله تر نورې نړۍ مخکې نوی ۲۰۲۱ کال پیل او بیا ورپسې د سیمې سترو هېوادونو لکه نیوزیېلنډ، اسټرالیا، جاپان او جنوبي کوریا کې پیل شو.

د امریکا په نیویارک ښار کې د ټایمز په څلورلاري کې چې هر کال د نوي کال پیل د بال په پرېوتو پیلوي د خلکو په ورتګ باندې بندیز لګول شوی او همدارنګه د جنوبي امریکا په هېوادونو لکه برازیل کې هم د نوي کال مراسم او سمندر غاړې محفلونه کنسل شوي دي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG