لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او افغانستان دیني عالمانو افغانستان کې جګړه ناروا بللې او د ډزبندۍ غوښتنه یې کړې


واشنګټن ــــ د هندوستان او افغانستان دیني عالمانو په لومړي ځل د یوې ګډې غونډې په نتیجه کې یوه اعلامیه جاري کړې چې پکې یې په افغانستان کې روانه جګړه د غیرقانوني او غیر اسلامي بللې او په ټول هېواد کې یې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو له خوا د عامو خلکو د ګټې پبلک ځایونه او ادارې په نخښه کول او ورته زیان رسول د اسلامي تعلیماتو خلاف او ناروا کار دی او هیڅ‌ مذهبي جواز نه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا غونډه تېره چارشنبه- شورو د نوي ډیلي په اسلامي کلتوري مرکز کې شوې ده، د بیان له مخې دیني عالمانو پخپله اعلامیه کې ویلي چې اسلام دی امن دین دی او پر مسلمانانو ټینګار کوي چې تر خپل منځ همږغي او یووالي ولري.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو دیني عالمانو د غونډې او اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې هم په افغانستان کې دننه او بهر د دیني عالمانو داسې غونډې شوې چې د افغانستان جګړه یې بې جوازه بللې خو طالبانو یې سپارښتنې رد کړې دي.

د طلوع نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې دیني عالمانو پخپله اعلامیه کې په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو ږغ کړی چې جګړه ودروي او په سمدستي توګه په ټول هېواد کې ډزبندي اعلان کړي. د دیني عالمانو په اعلامیه کې ویل شوي:

"د طالبانو له لوري جګړه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت او خلکو په وړاندې تاوتریخوالی ناروا دی او هیڅ مذهبي جواز نه لري".

دغو دیني عالمانو پر افغان حکومت او طالبانو ږغ کړی چې په افغانستان کې د ریښتینې او همېشنۍ سولې لپاره له دې نادرې موقعې په ګټو اخیستو سره د سولې خبرې ګړندۍ کړي.

دیني عالمانو دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې د درو اوونیو لپاره ځنډېدلې دي او د جنورۍ پر پینځمه نېټه به بیرته پیلېږي چې دواړو مذاکراتي ډلو ورته تیاری څرګند کړی دی.

ديني عالمانو په خپله غونډه کې د اوږدمهالې سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې افغانستان په تېرو 19 کلونو کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او "دغه په ګرانه لاسته راغلې ګټې باید وساتل شي و وژغورل شي".

هندي او پاکستاني عالمانو د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته له نورو دیني عالمانو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره را مخته شي او پر بې ګناه خلکو د خونړیو بریدونو په ضد ږغ پورته کړي او طالبانو په ټول هېواد کې ډزبندۍ ته وهڅوي.

د پاکستان دیني عالمانو هم د 2018م کال په جنورۍ کې د یوې لویې غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې وه چې پکې یې په پاکستان کې دننه د وسلوالو ځانمرګي بریدونه او د ترهګرۍ نور فعالیتونه غیراسلامي بللي وو.

افغان ولسمشر اشرف غني هغه مهال پر دې اعلامیه اعتراض کړی وو او ویلي یې وو چې که اسلامي حکمونه تر یو هېواد پورې محدود نه وي نو دا فتوا باید تر پاکستان پورې محدوده نه وي او باید په افغانستان کې- چې تر ټولو زیات د ترهګرۍ ښکار دی- هم ځانمرګي بریدونه او ترهګري ناروا وګڼل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG