لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي درېوؤ کمپنیو سره یې خبرې روانې دي،مارچ نه به هیواد کې کرونا ضد ویکسین ترلاسه کیدای شي


د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان ویلي پاکستان دکرونا ضد ویکسین ترلاسه کولو دپاره درېوؤ کمپنیو سره اړېکه نیولې ده اؤ دمارچ دمیاشتې څخه به دا واکسین پاکستان کې موجود وي.

دجمعې په ورځ خپل یو بیان کې د وزیراعظم ځانګړي معاون ویلي پاکستان کې به کرونا ضد ویکسین وړومبی روغتیایي مامورینو اؤ د۵۰ؤ کالو څخه دباندې عمر لرونکو کسانو ته ورکول کیږي.

هغه پخپل دې بیان کې نه دي ویلي چې کرونا ضد ویکسین له کومې کمپنۍ اخلي خو تر دې دوه ورځې وړاندې دپاکستان دپلان جوړونې اؤ دسائنس مرکزي وزیرانو ښاغلیو اسد عمر اؤ‌ فواد چوهدري ویلي وؤ چې دهیواد دمرکزي کابينې ځانګړې کمیټې د سائنو فرم نومې چينایي کمپنۍ نه د کرونا وايرس پرضد دکارؤل کیدونکو وېکسينو د۱۲ؤ لکو خوراکونو اخستلو منظوري ورکړېده.

چین په دې وروستیو کې په ولسي کچه کارول کیدو دپاره دکرونا وایرس ضد ویکسین منظوري ورکړې ده چې دا ویکسین دچین په دولتي څارنه کې کار کوونکې د درملو جوړولو کمپنۍ سائنو فارم جوړ کړي دي.

پاکستان د روانې میاشتې په پیل کې د کرونا ضد ویکسینو اخستو دپاره ۱۵ کروړه ډالر بیل کړي وؤ.

د رائټرز خبرې شبکې له مخې دچینایي کمپنۍ لخوا دجوړو کړل شوؤ دې ویکسینو په اړوند اولس ته هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي چې کرونا نه دخلکو خوندي کولو کې څومره ګټور دي.

خو دسائنو فارم یوې څانګې دچهارشنبې پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دهغوئ لخوا جوړ کړل شوي ویکسین د کرونا وایرس نه دخلکو خوندي ساتلو کې ۷۹ فيصدي ګټور دي.

ډاکټر فیصل سلطان ویلي حکومت د کرونا ضد ویکسین اخستو دپاره په شخصي څانګه هیڅ رقم بندیز نه دی لګولی خو په دولتي کچ ددې ویکسین ترلاسه کولو دپاره درېوؤ کمپنیو سره اړېکې دوامداره دي

د پېښور دايل ار ايچ هسپتال ډاکټر محمد اصغر خان وي او ای ډيوه ته تیره ورځ ویلي وؤ چې په هسپتالونو کې د خلکو د درملنې په مهال کرونا وايرس روغتیایي مامورینو ته په چټکتیا سره لګي نو ځکه دغه وېکسين ترټولو وړومبی طبي عملې ته لګول مهم دي چې هغوئ د نورو مريضانو د علاج جوګه وي.

په پاکستان کې د روغتيا د چارو پوهان وايي چي د کرونا وايرس نه د خلکو د مړينې او ناروغه کېدو کچه کې ورځ تر بلې لوړوالی راځي او خلک احتياط هم نه کوي نو په داسې حال کې دکويډ-19 ناروغۍ دمخنيوې يوازینۍ لار په وخت خلکو ته وېکسين لګول دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG