لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برېګزیټ په بشپړېدو سره برتانیا 48 کاله وروسته له یورپي اتحاده بېله شوه


واشنګټن ــــ برتانیا د دسمبر پر 31مه له یورپي اتحاده جلا شوه او د برتانوي سلطنت تر پای ته رسېدو وروسته دې هېواد تر ټولو ستر سیاسي او جغرافیایي ګام واخیست، چې له یورپي اتحاد سره یې خپله 48 کلنه ملګرتیا ختمه کړه.

که څه هم برېګزیت د تېر 2020م کال په جنورۍ کې شوی وو، چې برتانیا له یورپي اتحاده وتلې وه، خو بېګا د کال په وروستۍ شپه په یورپي اتحاد کې د برتانیې عملي غړیتوب هم په رسمي توګه ختم شو.

له یورپي اتحاده د برتانیې د بېلتون پلویان برېګزیټ د خپلواکې "نړیوالې برتانیې" لپاره یو نوی سباوون ګڼي، خو کارپوهان وایي برېګزیټ د انګلېنډ، ویلز، سکاټلېنډ او شمالي ایرلېنډ تر منځ هغه تړون هم کمزوری کړ چې د 30 کربه ډالرو په مضبوط اقتصاد یې سره تړلي وو.

د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن د نوي کال په اړه په خپل پیغام کې ویلي، چې له یورپي اتحاده بېلتون یې د هېواد لپاره یوه مهمه شېبه ده او وایي چې اوس یې ازادي پخپله لاسونو کې ده چې ډېر له ډېرو ګټه ترې واخلي.

برېګزیټ یا بېلتون: یوه ګرانه پرېکړه:

د 2016م کال د جون پر 23مه په برتانیا کې یوه ټولپوښتنه (ریفرنډم) وشوه چې پکې یو کروړ 74 لکه کسانو- چې د دې هېواد 52 فیصده ووټ‌ ورکوونکي جوړوي- د برېګزیټ په حق کې رایه ورکړه او یو کروړ 61 لکه کسانو- 48 فیصده- په یورپي اتحاد کې د پاتېدو رایه ورکړه.

انګلېنډ او ویلز د برېګزیټ یا بېلوالي په ملاتړ رایه ورکړه خو شمالي ایرلېنډ او سکاټلېنډ یې مخالفت وکړ او رایه یې ورکړه چې په یورپي اتحاد کې پاته شي.

برتانیه په 1973م کال کې په یورپي اتحاد کې شامله شوې وه او له اوسه دوې لسیزې وړاندې لا برتانوي مشرانو پر دې خبره بحثونه پیل کړي وو چې د یورپ د نوې کرسنۍ یورو برخه شي که نه.

خو د یورو د سیمې بحران، د یورپي اتحاد لا زیات ګډون، په پراخه کچه د کډوالو د ورته راتګ ډار او په برتانیا کې د سیاسي مشرانو خفګان د برېګزیټ یا بېلتون له پلویانو سره د ټولپوښتنې په کامیابۍ کې مرسته وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG