لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په حکومت او پوځ د پي‌ ډي ایم سختو نيوکو ته عمران خان ځواب کړی


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، پوځ يوه اييني اداره ده او هغه منتخب وزيراعظم دی، بل لور ته مخالفه ګوندونه وايي د عمران خان سره يوه مياشت وخت دی چې استعفی ورکړي او اپوزيشن د عمران حکومت ګوډاګی بولي.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د مخالفه ګوندونو غورځنګ پي ډي اېم پرون د جمعې په ماښام ناوخته ويلي، د عمران خان سره يوه مياشت وخت دی چې استعفا ورکړي ګنې دوی به لاريون کوي، او لاريون به راولپنډۍ که اسلام اباد ته کوي، دا پرېکړه به پي ډي اېم کوي.

د پاکستان راولپنډۍ ښار پوځي ښار يادول کيږي، په پېنډۍ کې د پاکستاني پوځ مرکز [جي اېچ کيو] دی.

پي ټي اېم تور لګوي چې عمران خان د پوځ په لاسو جوړ وزیراعظم دی او حکومت يې د پوځ او اسټبلشمنټ په لاسو جوړ خوښ کړی شوی سلېکټډ حکومت بولي.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان پرون ویلي، عمران خان ګوډاګی دی د هغه دپاره درغلي شوې او چا چې په قوم مسلط کړی يو دروغژن حکومت يې جوړ کړی نن په ډاګه کوو چې مونږ اسټبلشمنټ او پوځي مشرتابه د دې مجرم ګڼو.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه دغه بيان رد کړی چې ګنې په سياست کې لاس وهنه کوي پوځ ويلي چې په سياسي معاملو کې دې مينځ ته را نه وستی شي.

بل لور ته عمران خان د [دنيا نيوز] ټيلي ويژن سره په مرکه کې ويلي هر ځای ترې دغه پوښتنه کيږي چې پوځ يې په شا ولاړ دی خو هغه وايي پوځ ریاستي اداره ده او هغه منتخب وزیراعظم دی.

هغه ويلي د پوځ دفاع ځکه کوي چې په پوځ مخالفه ګوندونه تورونه لګوي.

عمران خان د مخالفه ګوندونو غورځنګ او هغه ته د يوې میاشتې مودې خبرې ته په غبرګون کې ويلي، مخالفه ګوندونه په هغه فشار اچوي چې د دوی پرضد د بډو رشوتونو څومره مقدمې جوړې دي هغه ختمې کړي خو وايي کله به دوی ته اېن ار او ور نه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG