لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې نور 82 کسان د کرونا څخه مړه شوي


په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله نور 82 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېر 10زره258 ته رسېدلې ده.

د کرونا په اړه د سرکاري شمېرو د وېب پاڼې ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو په اړه 38زره229 معاينې/ ټسټونه شوي چې پکې په 2184 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

د دې سره ویل شوي په تېرو 24 ساعتونو کې په کرونا اخته 48 کسان سخت شوي دي، دا وخت په ملک کې په کرونا د اخته سختو کسانو شمېر 2264 ده.

په ملک کې په کرونا وايرس د اخته کسانو ټوله شمېره څلور لکه 84زره 362 ته رسېدلې ده، او سرکاري شمېرې ښايي چې په دغو کسانو کې څلور لکه 38زره 974 ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې په پنجاب صوبه کې په لومړۍ جنورۍ 43 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په دغه صوبه کې د مړو ټوله شمېرو 4085 ته رسېدلې ده.

کرونا وايرس په پاکستان کې تر ټولو زیاتې مړینې هم په پنجاب صوبه کې کړي دي.

سيند صوبه چې د کرونا اغېزمنو په دوهم نمبر ده په تېر شوا روز کې پکې 22 کسان په کرونا مړه شوي او په صوبه کې د مړو ټوله شمېره 3582 ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې په لومړۍ جنورۍ د کرونا څخه د 12 مړينو کېدو سره دا شمېره 1661 ته سېوا شوې ده.

په بلوچستان صوبه کې پرون يو او اسلا م اباد کې دوه کسان د کرونا ښکار شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا څخه ټول 184 او اسلام اباد کې 421 کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG