لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که چا د پوځ پرضد خبره وکړه مقدمه پرې درج کوو، شېخ رشيد


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد وايي چې هغه وزير وي او هر چا چې د پوځ پرضد ناوړه ژبه وکاروله پرضد به يې په 72 ساعتونو کې مقدمه درج کولی شي.

شېخ رشيد دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې د جمعيت علما اسلام ف يو مشر مولانا کفايت الله ويلي، "مولانا فضل الرحمان دې ونيول شي خو د پاکستان د پوځ پخوانی ویاند عاصم سليم باجوه دې هم ونیول شي او د هغه ښی لاس دې کټ شي".

د تېر کال اګست په مياشت کې يو پاکستاني خبريال احمد نوراني په فېکټ فوکس نومې پاڼه په خپل راپور کې دعوه کړه وه چې باجوه او کورنۍ يې د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

باجوه دغه رپورټ رد کړی او د خپلې کورنۍ پرضد يې پروپېګنډه بللې وه .

شېخ رشيد نن د خالي په ورځ دوهمه جنورۍ په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، د مفتي کفايت الله مقدمه يې د خېبرپښتونخوا حکومت ته لېږلې ده.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ پي ټي اېم مشر مولانا فضل الرحمان پرون ماښام ناوخته په لاهور کې ویلي،

"عمران خان ګوډاګی دی د هغه دپاره درغلي شوې او چا چې په قوم مسلط کړی يو دروغژن حکومت يې جوړ کړی نن په ډاګه کوو چې مونږ اسټبلشمنټ او پوځي مشرتابه د دې مجرم ګڼو".

د پاکستان پوځ د وړاندې نه دغه بيان رد کړی چې ګنې په سياست کې لاس وهنه کوي پوځ ويلي چې په سياسي معاملو کې دې مينځ ته را نه وستی شي.

بل لور ته عمران خان هم پرون د [دنيا نيوز] ټيلي ويژن سره په مرکه کې ويلي هر ځای ترې دغه پوښتنه کيږي چې پوځ يې په شا ولاړ دی خو هغه وايي پوځ ریاستي اداره ده او هغه منتخب وزیراعظم دی.

هغه ويلي د پوځ دفاع ځکه کوي چې مخالفه ګوندونه په پوځ تورونه لګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG