لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:پولیسو په ډزو یو طالبعلم وژلی


دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې پولیسو په ډزو یو زلمی طالبعلم وژلی چې له دې وروسته پولیس وایي په پېښه کې ککړ پینځه پولیس یې نیولي اؤ ددې پېښې پلټنې کوي.

د وژل شوي زلمي اسامه ستي یو نزدې خپلوان فرخ ستي د خالي یا شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي اسامه خپل یو ملګری په ګاډی کې شمس کالونۍ ته وړلو چې دبیرته راتګ په مهال ورته پولیسو د ودریدو اشاره کړې خو چې هغه ګاډي نه دی ودرولی نو پولیسو پرې ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

داسلام اباد دپولیسو ویاند هم پخپل یو بیان کې ویلي چې پولیسو د وژل شوي زلمي ګاډي ته د ودریدلو اشاره کړې وه خو هغه خپل ګاډي د ودرؤلو پځائ تښتولی ؤ اؤ پولیسو غوښتل دهغه ټائرونه وولي خو په خطا کې ګولۍ په دغه زلمي وربرابر شوې ده.

ویاند وایي دې پېښه کې ککړ پینځه پولیس نیول شوي اؤ داسلام اباد دپولیسو دمشر یا ایي جي په امر دپېښې پلټنې پیل کړل شوي دي.

داسلام اباد دپمز روغتون ویاند رسنیو ته ویلي چې اسامه دمخامخ نه ۲۲ ډزه لګیدلی دی .

پولیس دا دریځ هم لري چې دپېښې په وخت سیمه کې غلو د یو کور دننه ډاکه وهلې وه اؤ پولیسو ددغو غلو دنیولو دپاره ناکه اچولې وه خو اسامه خپل د تورو شیشو ګاډي دپولیسو په وینا نه ؤ ودرولی نو ځکه پولیسو دهغه دګاډي ودرؤلو په غرض دهغه په ګاډي ډزې کړي دي.

داسلام اباد دپولیسو یو مشر یا ډي ایس پي خالد اعوان رسنیو ته ویلي چې په ډزو کې وژل شوی طالبعلم اسامه بېګناه ؤ ځکه چې ددې پېښې نه وروسته هغه سړي هم د اسامه دپیژندګلو نه انګار کړی چې په کور یې ډاکه وهل شوې وه.

دال پاکستان انجمن تاجران په نوم دسوداګرو دسازمان مشر اجمل بلوچ پخپل یو بیان کې ویلي چې اسامه د اسلام اباد په سیکټر جي کې اوسیدو ،پخپله طالبعلم ؤ اؤ پلار یې یو تاجر دی .

هغه ویلي پولیسو اسامه سره دیو ترهګر په څېر سلوک کړی اؤ باید ددې پېښې پلټنې د هائیکورټ دیو جج دلارې وکړل شي.

پاکستان کې په بیلابیلو وختونو کې دپولیسو لخوا جعلي مقابلو اؤ دشک په اساس ډزو کې په سوونو بېګناه خلک وژل شوي اؤ ددې وژنو په ضد بیلابیلو وختونو کې سخت احتجاجونه هم شوي دي خو بیا هم ددې ړندو وژنو لړۍ نه ده تم شوې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG