لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپېیو: افغانستان کې القاعده ختموو، د هغه لپاره لسګونه زره پوځیانو ته اړتیا نه شته


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو ویلي، په افغانستان کې د امریکې میشن یا دنده د القاعده ډلې ختمول او له هغه ځایه امریکې ته د خطر له منځه وړل دي،‌ وایي د دې کار لپاره اړتیا نه شته چې په افغانستان کې لسګونه زره پوځیان وساتل شي.

د شنبې- خالي په ورځ په خپلو پرله پسې ټویټونو کې مایک پمپېیو ویلي چې په تېر ټول کال کې په افغانستان کې هیڅ‌ یو امریکایي پوځي په جګړه کې نه دی وژل شوی.

پمپېیو په افغانستان کې تېرې نولس کلنې جګړې ته په اشارې ویلي، اخر هغه وخت راغی چې افغانانو تر خپل منځ د سولې او پخلاینې لپاره خبرې پیل کړې، وایي دا ډېر مهم پرمختګ دی. پمپېو لیکلي:

"په افغانستان کې زموږ دنده د القاعده له منځه وړل او امریکې ته ور پېښ خطرونه ختمول دي، د دې لپاره هلته پر میدان لسګونه زره امریکایي پوځیانو ته اړتیا نه شته. موږ خپل اتحادیان لرو: زړور افغانان، نېټو ځواکونه، موږ خپله هم دا وړتیا لرو چې له لرې خپل زور استعمال کړو".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې دوې ورځې وروسته په قطر کې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پیلېدونکی دی او دواړو مذاکراتي ډلو ویلي دي چې خبرو ته تیار دي.

مایک پمپېو په افغانستان کې د امریکې د اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پالیسۍ ملاتړ کړی او ویلي دي چې د امریکې تر اوسني حکومت وړاندې ټولو په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د خبرو هڅه وکړه خو وایي بریالي نه شول:

"د [جارج ډبلیو] بوش له واکمنۍ راهیسې- چې د امریکې 43م ولسمشر وو- هرې انتظامیې غوښتل [په افغانستان کې] امریکایي پوځیان کم کړي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د خبرو وقع برابره کړي، خو موږ دا کار وکړ".

د طالبانو سیاسي دفتر نه دي‌ ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د لوړې رتبې پلاوی له پاکستانه بیرته قطر ته ستون شوی که نه، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوی به د دسمبر پر څلورمه نېټه د خبرو لپاره دوحې ته ستنېږي.

د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې یوه غړي عبدالحفیظ منصور د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې د افغانستان د سټرېټیجیکو مطالعاتو د مرکز په یوه غونډه کې ویلي، په بین الافغاني خبرو کې تر ټولو لومړی پر ډزبندۍ ټینګار کوي خو وایي طالبان بیا په افغانستان کې پر راتلونکي سیاسي نظام ټینګار کوي.

عبدالحفیظ منصور ویلي،‌ که څه هم ویل کېږي چې طالبان تر پخوا بدل شوي دي خو د ده په وینا په هغوی کې هیڅ فکري بدلون نه دی راغلی او وایي د طالبانو مهمې پرېکړې د دوی وسلواله څانګه کوي نه د دوی سیاسي مشران. د طلوع نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې عبدالحفیظ منصور ویلي:

"که سوله د یو تن په تلو، د بل تن په راتلو او د لنډمهالي حکومت په جوړېدو راځي نو دا یو ښه ګام دی، خو د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې لکه د اظهار ازادي او بشري حقونه باید خوندي شي. که د نظام ساتنه کېږي، که ارزښتونه پر ځای پاتېږي زه یې ملاتړ کوم".

د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې بل کوم غړي تر اوسه دا نه دي ویلي چې طالبان د خبرو په دویم پړاو کې تر هر څه وړاندې د سیاسي نظام د بدلون په اړه خبرې کوي او نه هم خپله طالبانو په دې اړه څه ویلي دي، خو افغان حکومت په تېرو میاشتو کې د لنډمهالي حکومت وړاندیز په کلکه رد کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG