لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بولان:وسله والو دکولې د درنګ څخه تښتول شوي ۱۱ مزدوران په ډزو وژلي


دبلوچستان ایالت دبولان په مچهـ سیمه کې نامعلومه وسله والو د سکرو یا کولې په درنګونو کې کارکوونکي یو شمیر مزدوران د خالي اؤ اتوار په منځ شپه تښتولي اؤ بیا یې دهغوئ دجملې څخه ۱۱مزدوران په ډزو وژلي دي.

دبولان انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر ددې پېښې پخلی کړی اؤ داتوار په ورځ‌ یې رسنیو ته ویلي چې د وسله والو په ډزو کې څلور خواریکښ ژوبل شوي هم دي.

دسیمې نه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې دغه مزدوران د مچهـ تحصیل د ګشتري سیمې څخه دشپې په مهال نامعلومو وسله والو د وسلې په زور پورته کړي اؤ غرونو ته یې بوتللي وؤ.

دسرچینو په وینا وسله والو غرونو کې په مزدورانو ناتاره ډزې کړي اؤ بیا له موقعې تښتېدلي دي.

دپېښې دخبر رسیدو سره سم په ګڼ شمیر کې پولیس،دایف سي‌ ځواکونه اؤ انتظامي چارواکي دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ ددې وژنو پلټنې یې پيل کړي دي.

سرچینې وایي ډزو کې دوژل شوؤ‌ کسانو مړي اؤ ټپیان دمچهـ سرکاري روغتون ته رسول شوي دي.

دبلوچستان دکورنیو چارو وزیر میرضیاء لانګو ددې پېښې سخته غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي دصوبې دامن ګډوډولو ناکامې هڅې کولی شي خو په پېښه کې دککړو کسانو په نیونه کې به هیڅ کسر نه پرېښودل کیږي.

پخپل یو بیان کې ضیاء لانګو ویلي ریاستي ترهګري چې په هره بڼه وي دمنلو نه ده اؤ دې پېښه کې ککړ کسان هم د هیڅ رقم رعایت یا نرمۍ وړ نه دي

په نزدې وختونو کې یو وارې بیا په بلوچستان کې دتشدد اؤ اړي ګړي لړۍ چټک شوې اؤ څو ورځې وړاندې هم په اواران سیمه کې د وسله والو په یو برید کې اووه امنیتي عسکر وژل شوي وؤ.

د جنوبي اېشیا لپاره د ترهګرۍ د څار یوه ویبپاڼه ایس اې ټي پي وایي، تیر کال په بلوچستان کې د وسه لوالو له خوا هره اوونۍ بریدونه شوي او په جواب کې یې د امنیتي ځواکونو عملیات هم جاري وو،‌ چې وایي دواړو غاړو ته پکې ځاني زیان اوښتی دی.

په 2020م کال کې په بلوچستان کې تر ټولو خونړۍ پېښه د اکتوبر پر 15مه وشوه چې بلوڅو وسلوالو د تېلو او ګېسو د پرمختیا د ادارې (او جي ډي سي ایل) پر کاروان برید وکړ او د ساتندویانو په ګډون یې 15 تنه و وژل.

بله خونړۍ پېښه د فرورۍ پر 19مه نېټه د ډېره بګټي په سنګسېله سیمه کې وشوه چې پکې 14 امنیتي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ. پر امنیتي ځواکونو د برید تازه پېښه په هرنایي سیمه کې وشوه چې د دسمبر پر 26مه پکې اووه عسکر و وژل شول.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د ایران پولې ته څېرمه په آواران سیمه کې یې 10 بلوڅ وسلوال په عملیاتو کې وژلي دي. یوه بله غټه پېښه چې به بلېده سیمه کې شوې وه د پوځ د یو مېجر په ګډون پینځه امنیتي سرتېري پکې وژل شوي وو.

پر امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو ذمه واري خپلواکي غوښتونکو سازمانونو بي ایل اې او بي ایل ایف پر غاړه اخیستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG