لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ افغانستان دوه اړخېزه تجارت څومره په ښکته تللی ؟


دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ روان مالي کال کې دوه اړخیزه تجارت کې کمی راغلی دی اؤ دپاکستان دولتي‌ شمیرې ښایي چې چې دمالي کال په وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې افغانستان ته د368.11 میلیونه ډالرو صادرات ریکارډ کړل شوي دي.

دا وخت د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارتي حجم يونيم بيليونه ډالر دی او څېړونکي وايي که د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي ستونزې هوارې شي نو دا پينځه بيلينه ډالر ته رسېدلی شي.

دپاکستان دشمیر شمیرې د دولتي څانګې دیو تازه رپورټ له مخې د روان مالي کال په وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې چې افغانستان ته کوم صادرات شوي دتیرکال دهمدې مودې په پرتله 14.89 کم دي.

رپورټ کې راغلي تیرمالي کال کې په همدې موده کې افغانستان ته دپاکستاني صادراتو حجم 432.56 میلیونه ډالر ریکارډ کړل شوي ؤ.

رپورټ کې راغلي چې تیرکال دنومبر په میاشت کې افغانستان ته د 71.65 میلیونه ډالرو صادرات شوي وؤ چې دا دهغې نه د وړاندیني کال دنومبر دمیاشتې په پرتله 23.39 فیصدي کم دي.

دشمیر شمیرې دولتي څانګه زیاتوي چې روان مالي کال کې افغانستان څخه درامداتو کې 18.45 فیصدي کمی راغلی دی.

تیرکال دجولایي نه دنومبر دمیاشتې پورې افغانستان څخه پاکستان ته 61.16 میلیونه ډالرو درامدات شوي دي.

په نومبر 2020م کې افغانستان څخه د درامداتو حجم 22.34 میلیونه ډالر ریکارډ کړل شوی چې دا دتیرکال دهمدې مودې په پرتله 18.16 فیصدي کم دی.

تیرکال نومبر کې افغانستان څخه د درامداتو حجم 22.34 میلیونه ډالر ریکارډ کړل شوی ؤ.

د تجارت او سرمایه کارۍ لپاره دپاکستان د وزير اعظم مشاور رزاق داؤد دتیرې میاشتې په وروستیو کې ویلي وؤ چې د افغانستان سره د ترجيحي تجارت په اړه د اړونده اړخوترمنځ خبرې پېل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي لوظنامې ته هم د بيا کتنې کار اخري پړاؤ ته ننوتی دی.

د پاکستان اؤ افغانستان دګډ تجارتي اطاق پخوانی مشر او تاجر انجينير دارو خان ډيوه ته ویلي ترجيحي تجارتي لوظنامه به د داوړه هېوادونو په ګټه وي خو زياتوي باېد چې ټرانزیټي لوظنامه کې ځنې بدلونونه راوستل شي.

هغه وايي کله چې افغان ټرکونه کراچۍ ته لاړ شي نو ددې انشورنس کېږي او بيا دې ته ټرېکر لګي، سکېن کېږي او چې کله د بونډېډ کېريېر د لارې وړل کېږي نو يو ځل ورته بېا ټرېکر لګى او دا ټول چېکس وړيا نه دي.

دهغه په وینا ددې هرڅه سره د تجارت لګښت سېوا کېږي او ددې سره سره د کنټېنر شپږ لکه روپۍ سيکيورټي اخستل کېږي او چې کله کنټېنر په ځنډ ورسىږي نو په هغې درنه جرمانه هم لګي او پکار ده چې ټرانزیټي لوظنامه کې دې ته بيا کتنه وشي.

دپاکستان د وزیراعظم دتجارت په هکله سلاح کار رزق داود وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترجيحي تجارتي لوظنامې ته به راتلونکي کال کي غوڅ شکل ورکړل شي او ددې ترڅنګ د بيا کتنې وروسته ټرانزیټي لوظنامه به هم کال 2021ک کې لاسلیک کړې شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG