لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني مذاکراتي پلاوي ته ويلي، د افغانستان دولت او ولس ستاسې ملاتړ کوي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د دولت په استازيتوب د طالبانو سره مذاکراتي پلاوي ته په مخاطب کولو سره ويلي، "د افغانستان دولت او ولس ستاسې ملاتړ کوي".

ولسمشر غني ویلي، "هیله لري چې د اساسي قانون په رڼا او د افغان ولس د لیدلورو مطابق مذاکره وکړئ، ترڅو دغه مذاکرات بریالي ترسره شي".

د راپورونو ترمخه د طالبانو سره مذاکراتي پلاوي ويلي دا پلاوی به نن په څلورمه جنورۍ 2021 دوحې ته لاړ شي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ مخامخ خبرې د روان کال د ستمبر د میاشتې په 12 نېټه په قطر کې پيل شوې وې.

د افغان حکومتي مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ دغه خبرې که څه هم د ځنډ ښکار شوي خو بيا روانې شوي او بيا پکې د 20 ورځو دپاره وقفه يا دمه شوې چې وخت يې سبا په پينځمه جنورۍ سر ته رسي.

د ارګ ترمخه د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي او د پلاوي غړو پرون مازيګر په چهار ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي او ستانکزي ولسمشر ته په تيرو څو اوونيو کې د افغان ولس او بېلابيلو اقشارو سره د ليدنو او مشورو په اړه احوال ورکړو.

ارګ ويلي، "ولسمشر غني د سولې په مذاکراتو کې د بین المللي بریالو تجربو د یادولو پر مهال، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي څخه د دولت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سولې مذاکراتو نوي پړاو کې یې ورته د بریا هیله وکړه".

د افغان حکومتي پلاوي او طالبانو ترمخه په قطر کې د خبرو په لومړي پړاؤ کې دواړه ډلې په ايجنډا او کاري طرزالعمل موافقه شوې او بيا وقفه شوې وه.

دغه خبرې په دوهم پړاؤ کې په داسې حال کې پيليږي چې په افغانستان کې بدامني او د تشدد پېښې دوام لري.

افغان ولسمشر اشرف غني او نړيوال په افغانستان کې د اوربند په کولو او تشدد د کمي په خبره ټینګار کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG