لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د وژل شوو هزاره خواريکښو د جنازو سره احتجاج په درېمه ورځ دوام لري


په کوټه کې د وژل شوؤ هزاره خواريکښو د جنازو سره د کوټې په مغربي بايي پاس احتجاج په درېمه ورځ هم دوام لري. د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد بېګاه شپه د احتجاج کوونکو څنګ ته ورغلی دوی ته يې د احتجاج ختمولو ويلي خو احتجاج کوونکو ورته انکار کړی دی.

د لسو جنازو سره هزاره احتجاج کوونکو ويلي څو پورې چې د خواريکښو وژونکي نه وي نيول شوي او وزیراعظم عمران خان په خپله دوی له نه وي ورغلی او باور يې نه وي ورکړی احتجاج به يې روان وي.

د بولان په مچهـ سیمه کې د خالي/شنبې په ورځ د نامعلومه وسله والو لخوا هزاره خواريکښ تښتول شوي او بیا په ډزو وژل شوي وو، داعش د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

احتجاج کوونکي وايي د خواريکښو د خونديتوب زمه واري د رياست ده او ریاستي ادارې په خپله زمه وارۍ کې پاتې راغلي دي خو د بلوچستان حکومت ویاند لياقت شهواني وايي دغه پېښه د امنيتي ادارو د غفلت له امله نه ده رامنځته شوې.

او د بلوچستان د وزيراعلی جام کمال د اطلاعاتو مشاورې بشرا رند ويلي د دغه پېښې او په بلوچستان کې د بدامنۍ په شا د هند لاس دی، هغې په اسلام اباد کې رسينو سره په خبرو کې ويلي د مچهـ د پېښې پلټنې کوي.

هغې دعوه کړې چې هند او د پاکستان دښمن قوتونه د چين ـ پاکستان اقتصادي راهداري ناکامه کول غواړي.

بېګاه شپه د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد، د سېنېټ مرستيال سپيکر قاسم سوري او د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر مير ضيا لانګو په احتجاج ناستو کسانو ته ورغلي او هغوی ته يې د احتجاج ختمولو او د مړو د ښخولو ويلي، خو احتجاج کوونکو ورته انکار کړی دی.

احتجاج کوونکو ورته ويلي چې وزیراعظم عمران خان دې دغه موضوع ته د کتنې لپاره پخپله کوټې ته ﺭاشي.

شېخ رشید احتجاج کونکو ته وویل چې وزیراعظم عمران خان پیغام ورکړی چې په هیڅ ډول شرایطو کې به د مچهـ په پېښه کې ککړ کسان به ونه بخښل شي ، زه تاسو ته ډاډ درکوم .

شېخ رشید وویل: "زه د مچ د تراژیدۍ په اړه جوډیشل کمیټي اعلانوم. ټولو شیعه ګانو ته به بشپړ امنیت ورکړل شي. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هغه کسان چې په مچهـ کې یې 11 کسان وژلي ، به ترې خلاص نشي."

په مچهـ کې وژل شوي هزاره څوک دي؟

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د بلوچستان د بولان سيمې په مچهـ کې د ډبرو سکرو په کان کې په وژل شوؤ لسو کان کيدونکو کې اووه تنه افغان وګړي دي.

افغان دولت دغه پېښه غندلې او د بهرنیو چارو وزارت يې ویلي، په کوټه کې د افغان کونسلګرۍ چارواکي په پېښه کې د وژل شوؤ د پېژندګليو دپاره ورغلي او په کوټه کې کونسلګرۍ او اسلام اباد کې يې سفارتخانې ته لارښوونه کړې چې د وژل شوؤ د کورنیو سره دې د جسدونو په ليږدولو کې لازمي مرستې وکړي.

ای اېف پي خبري ادارې ويلي، امنيتي چارواکو ورته ویلي چې په وژل شوؤ کې دوه افغانان وو او مړي يې د ښخولو دپاره افغانستان ته لېږل شوي دي.

خو په احتجاج ناست کسان وايي چې وژل شوي خواريکښ ټول د کوټې هزاره او پاکستاني دي.

خو سرکاري چارواکو يا د بلوچستان حکومت په رسمي ډول په دغه اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG