لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ: د کرک ړنګ مندر دې د ذمه وارو کسانو په پیسو جوړ کړل شي


دپاکستان سترې محکمې امر کړی چې په کرک کې دمندر د سوځول شوي اؤ ړنګ کړل شوي مندر دبیا جوړؤنې پیسې باید دهغه چا نه واخستل شي چې په دې پېښه کې لاس لري.

سترې محکمې پوښتنه راولاړه کړې ده چې هرکله مندر سوځول کیدو نو پولیس چرته وؤ اؤ ایجنسیانو څه کول چې دغه خلک یې مندر ته له ننوتو څخه نه دي منعې کړي؟

په ستره محکمه کې د نهې په ورځ دخیبر پښتونخوا په کرک سیمه کې د مندر دسوځول کیدو په اړوند دسترې محکمې لخوا له خپله انده داخستل شوي نوټس د اوریدنې په مهال دخیبر پښتونخوا دپولیسو سرلښکر،چیف سیکرټري اؤ دصوبې سرکاري وکیل یا ایډوکیټ جنرل محکمې ته وړاندې شوي دي.

دپاکستان داقلیتي کمیشن چئیرمین عدالت ته ویلي دي چې ددې پېښې له امله ټول هیواد رسوا شوی دی اؤ دخیبر پښتونخوا داوقافو څانګې دمندر دځائ ساتنه نه ده کړې.

د اوریدنې په مهال دسپریم کورټ جج اعجازالحسن د صوبې دپولیسو دمشر نه پوښتنه کړې ده چې برید کوونکو هرڅه تباه کول،سمادهي (مقدس یادګار) ته یې اور لګولی ؤ، حالانکې دغلته دپولیس چوکۍ هم شته نو بیا داپېښه څنګه وشوه؟

هغه وړاندې وپوښتنل چې هرکله دومره ډیر خلک ومندر ړنګولو دپاره راغونډیدل نو ایجنسیاتو څه کول؟

د نوموړي جج ددې پوښتنې په ځواب کې دپښتونخوا دپولیسو مشر وویل دپېښې نه وروسته د ای ایس پي اؤ ډي‌ ایس پي په ګډون ۹۲ پولیس معطل کړل شوي دي اؤ کومو پولیسو چې غفلت کړی په ضد به یې مقدمه درج کولی شي.

خو دسترې محکمې مشر قاضي ګلزار احمد ویلي چې دپولیسو کار قانون پځائ کول وي اؤ یوازې دهغوئ په معطل کولو کار ځکه نه کیږي چې دمعطل کیدو باوجود به هم دغه پولیس تنخاګانې اخلي.

مشر قاضي وویل په دې پېښه هیواد بدنام شوی دی ځکه چې په ټولنیزو رسنیو دپېښې عکسونه ټوله نړۍ کې خواره شوي دي اؤ دا هرڅه مولوي شریف کړي دي،

سرکاري وکیل محکمې ته ویلي چې مولوي شریف نیول شوی دی خو مشر قاضي بیا زیاته کړې چې که مولوي شریف نیول شوی هم دی نو عدالت څخه په ضمانت به بهر را اوځي.

پاکستان کې دهندوانو د کونسل مشر اؤ داقامي اسمبلۍ غړي رمیش کمار وانګواني عدالت ته ویلي دي چې مولوي شریف په کال ۱۹۹۷ کې هم سمادهي(مقدس یادګار) مات کړی ؤ اؤ دعدالتي امر باوجود دغه سمادهي بیا نه وه بحال کړل شوې.

هغه ویلي هندو کونسل دسماهي بحالولو دپاره پخپله څلور کروړه روپۍ ورکړې وې.

دسپریم کورټ چیف جسټس یا مشر قاضي د اوریدنې په مهال امر وکړو چې کومو خلکو دا مندر سوځولی هغوئ نه دې ددې دبیا جوړونې پیسې واخستل شي .

دصوبې چیف سیکرټري عدالت ته وویل چې فعلاً به د سمادهي دبیا جوړؤنې لګښت حکومت کوي اؤ وروسته به دا پیسې د ذمه وارو نه بودولی شي.

تیره اوونۍ دخیبر پښتونخوا د کرک دبانډه داود شا په ټیري سیمه کې ګڼ شمیر پاریدلو خلکو دهندوانو مندر سوځولی اؤ مقدس یادګار ړنګ کړی ؤ اؤ مطبوعاتي راپورونه وایي چې په دغه موقعه هلته ګڼ شمیر پولیس هم موجود وؤ خو د پاریدلو خلکو مخه یې نه وه نیولې.

ددې پېښې په ضد دپاکستان دننه اؤ بهر هندوانو اؤ نورو اقلیتي وګړو سخت احتجاجونه کړي اؤ دپاکستان په حکومت یې نیوکې کړي چې داقلیتونه عبادتخانو اؤ مقدسو مقاماتو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی دی.

ددغه پېښې نه وروسته پولیس دعوه کوي چې ۳۶ کسان یې نیولي اؤ صوبایي حکومت اعلان کړی چې مندر به پخپل لګښت بېرته جوړوي

XS
SM
MD
LG