لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان په ګډون د غریبو هېوادونو لپاره د بهرنيو پورونو زیاتېدل د خطر زنګ دی


واشنګټن ــــ رپوټونه وایي د کورونا وایرس په نتیجه کې د لاکډاون یا ټولبند له کبله د ګڼ شمېر شتمنو او غریبو هېوادونو آمدن را کم شوی چې وایي له کبله یې د دغو هېوادونو بهرنۍ قرضې په زیاتېدو دي او دا یې د دغو هېوادونو د اقتصاد لپاره د خطر زنګ بللی.

وي او اې انګرېزي څانګې پخپله یو رپوټ کې ویلي، غریب او پرمختلونکي هېوادونه له زیات خطر سره مخ دي، خو وايي شتمن او ځواکمن هېوادونه هم د کورونا وایرس له کبله له اقتصادي ځوړتیا سره مخ دي چې وایي دې کار د نړۍ اقتصادي منظر بدل کړی دی.

د پاکستان د اقتصاد وزارت د رپوټ له مخې د پاکستان حکومت په مالي کال 2019م- 20م کې د جون تر مياشتې پورې 13.2 اربه ډالره قرضه اخیستې ده او له دې سره د حکومت له خوا په تېرو دوو کالو کې د اخیستل شوو قرضو حجم 26.2 اربه ډالره ته رسېدلی دی.

د انګلېنډ بېنک مشر انډریو بېلې تېر کال منلي وو چې د برتانیې حکومت هم له دیوالیه کېدو سره مخ شوی دی ځکه چې وایي شخصي سرمایه کار نه غواړي بانډونه واخلي او بېنک مجبوره وو چې له پرانیستي بازاره اوږدمهاله 270 اربه ډالره ضمانتونه واخلي.

د اقتصادي چارو پوهان وایي د کورونا وبا په مهال د نړۍ هېوادونو ته اوښتی زیان د دویمې نړیوالې جګړې برابر دی.

د ډان ورځپاڼې د ادارې له مخې پاکستان چې په تېر کال کې د کومو بهرنیو پورونو تړونونه کړي دي، په هغوی کې د 6.79 اربه ډالرو مالي قراردادونه له مختلفو ایجنسیو، 3.463 اربه ډالرو له بهرنیو تجارتي بېنکونو او 193 میلینه ډالرو له دوه اړخیزه قرضه ورکوونکو سره لاسلیک شوي دي.

د پیسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف د تېر کال په اکتوبر میاشت کې پخپل رپوټ کې ویلي وو "ټاکل شوې چې په 2020م کال کې د حکومتونو خساره د کورني پیداوار یا جي ډي پي اوسط نهه فیصده ته ورسېږي او نړیواله ملکي قرضه د جي ډي پي 100 فیصده ته ورسېږي".

په رپوټ کې راغلي چې د اوو پرمختللو هېوادونو- برازیل، برتانیې، کېنېډا، ایټلي، سپېن، جاپان او امریکې- خساره مخ په زیاتېدو ده چې وایي د کورني پیداوار یا جي ډي پي 10 فیصده ته رسېدلې ده.

د پیسو د نړیوالې ادارې د اندازې له مخې د جاپان مجموعي ملکي قرضه به ډېر ژر 266 فیصده او د امریکې ټوله ملکي قرضه به 131 فیصده ته ورسېږي چې وایي دا دومره لوړه فیصدي د دغو دواړو هېوادونو په نیژدې ماضي کې مثال نه لري.

XS
SM
MD
LG