لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د جارجيا ریاست انتخابات به سېنټ کې په واک اختيار څه اثرات واچوي


واشنګټن ــــ‌ نن د جنورۍ په 5مه د امريکې په جارجيا رياست کې ضمني انتخابات کېږي چې پکې به د د غې رياست نه د سېنټ د پاره د استازو انتخاب هم کېږي، کوم چې به په سېنټ کې د ريپبلېکن يا ډيموکرېټ ګوند د واک اختيار فېصله کوي.

دا وخت د امريکې په سېنټ کې د صدر ټرمپ د ريپبلېکن ګوند 50 او د منتخب صدر جوبایډن د ګوند ډيموکرېټ 48 استازي دي او رپوټونه وايي که د جارجيا په دغو ضمني انتخاباتو کې هم ګټه وکړه نو دا به په سېنټ کې هم ډيموکرېټ ګوند ته اکثريت ورکړي او د جوباېډن د صدارت په لومړيو څلورو کالو کې به ورته اکثره فېصلې کول اسان شي ځکه چې د استازو په ايوان يا هاؤس کې د وړاندې نه د ډيموکرېټ ګوند اکثريت دی.

صدر ټرمپ او منتخب صدر جوبایډن دواړو په جارجيا کې انتخابي هلې ځلې کړي دي.

بایډن د جارجيا په اټلانټا ښار کې پخپلو پلويانو غږ کړی دا انتخابات به نه يواځې راتلونکي څلور کاله بدل کړي بلکې د راتلونکي کول قسمتونه به بدلوي. جوبايډن په دې انتخاباتو کې د رافيل وارنک او جون اوسف ملاتړ کوي.

نوموړي د جارجيا په اولس غږ وکړو لکه څنګه چې يې په صدارتي انتخاباتو کې په سخته مقابله کې د ده ملاتړ کړی وو هم هغه شان دې په دې ووټونو کې هم خپل رول ولوبوي.

جوبایډن په صداراتي انتخاباتو کې په جارجيا رياست کې د صدر ټرمپ نه صرف 12000 ووټونه زيات اخستي وو چې صدر ټرمپ پرې تر اوسه پورې د درغلۍ تورونه لګوي.

صدر ټرمپ هم د جارجيا په شمالي ښار ډالټن کې د يوې جلسې په وخت يو وار بيا تور ولګاوه چې ده په دغه رياست کې صدارتي انتخابات نه دي بایللي او دا چې دغلته د ده سره ټګي شوې ده، نوموړي وویل:

"د دې خبرې سوال نه پېدا کېږي چې ما په جارجيا کې بایللې، په دغه رياست کې ما دواړه ځله ګټلې ده".

نوموړي خپلو پلويانو ته د دريم نومبر په صدارتي انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه بيا تکرار کړل،

خو د جارجيا رياست انتخابي چارواکي براډ رېفنسپرجر د صدر ټرمپ تورونه رد کړي او ويلي یې دي د صدر ټرمپ دعوې دروغ دي او دوی درې ځله په دغه رياست کې د ووټونو بيا شمېرنه کړې او هر ځل جوبایډن په 12000 ووټونو وړاندې راغلی.

په امريکا کې د هر رياست نه د سېنټ دوه څوکۍ وي چې پرې سنېټر د شپږو کالو د پاره منتخب کېږي، د دې ترڅنګ هر دويم کال د امريکې د دريمې برخې د سنېټرانو موده برابرېږي او بيا د سېنټ د پاره نوي انتخابات کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG