لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مانسهره:دسوري هېټر نه وتونکي ګیس دیوې کورنۍ شپږ کسان وژلي


دمرستندویه ادارې سرچینې وایي دا پېښه د خیبر پښتونخوا دمانسهرې سیمې دلارو اډې په سړک تېره شپه په یو کور کې رامنځته شوې اؤ پېښه کې مړه شوي تنان دیوې کورنۍ غړي دي.

دسرچینو په وینا په دغه کور کې دشپې ښځه اؤ خاوند،دهغوئ درې ماشومان اؤ دماشومانو نیا په یوه کوټه کې اوده وؤ اؤ د ستختې یخنۍ نه دځان بچ کولو په خاظر یې دګیس هیټر هم ځانته لګولی ؤ.

سرچینې وایي دګیس هیټر له یو ځایه سوری ؤ اؤ ددغه سوري څخه وتلی ګیس په کوټه کې جمع شوی .

په کوټه کې دګیس جمع کیدو له امله شپږ واړه کسان وړومبی دبې هوشۍ حالت ته ورغلي اؤ کله چې دګاوندیانو په ملتیا دغه کسان مرستندویه فعالینو دسیمې یو روغتون ته ورسول نو هلته یې ساه ورکړه.

سرچینې وایي سیمې ته دیوې کورنۍ دشپږو جنازو د ورتللو سره په ټوله سیمه دغم څادر خور شوی دی.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې اکثر دشپې په وخت دګیس بندیدو اؤ بیا ناساپي دچالان کیدو اؤ یا هم دګیسونو د هېټرو اؤ نغرو سوري کیدو له امله دغسې پېښې رامخې ته کیږي چې تر اوسه پکې ګڼ شمیر میرمنو،سړو اؤ ماشومانو خپل ژوند بائللی دی.

تیرکال هم داګست په میاشت کې دصوبې سرښار پېښور کې دیو خبریال عارف یوسفزئ په کور کې دګیس دسوري انغري نه د وتونکي ګیس له امله اور لګیدلی ؤ چې پکې ددغه خبریال دوه ماشومان مړه شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG