لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مولانا فضل الرحمان:بلوچستان خوندي نه دی،دترهګرۍ ختمولو دعویدار چرته دي؟


بلوچستان کې د۱۱ؤ خواریکښو له وژل کیدو وروسته پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان ویلي بلوچستان ایالت اؤ قبائیلي ضلعې خوندي نه دي اؤ په داسې حال کې پوښتنه راولاږیږي چې دترهګرۍ ختمولو دعوې کوونکي اوس چرته دي؟

خو حکومت وایي چې بې شمیره ترهګر خپل انجام ته رسول شوي اؤ دبلوچستان په مچهـ سیمه کې د وژل شوؤ خواریکښو وژونکي به هم دسزا نه بچ نه شي.

دچارشنبې په ورځ رسنیو سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ویلي په مچهـ سیمه کې دبېګناه مزدورانو په وژنه د ظلم اؤ بربریت یو داستان رقم کړل شوی دی اؤ نن هم د وژل شوؤ خلکو کورنۍ اؤ عزیزان دجنازو پځائ په احتجاج بوخت دي.

هغه ویلي حکومت په دې درناکه پېښه بیخي غیر سنجیده دی اؤ ددې حکومتي‌ غیرسنجیدګۍ په ضد به نن پي‌‌ ډي ایم دبنو په جلسه کې خپله تګلاره اعلانوي .

مولانا فضل الرحمان زیاته کړې ده چې پي‌ ډي ایم به موجوده جعلي اسمبلۍ خپلې پینځه کلنې مودې پوره کولو ته نه پریږدي دعمران خان حکومت به ړنګوي.

خو په عین حال کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر د مچهـ په پېښه داپوزیشن ګوندونو لخوا دحکومتي غیرسنجیدګۍ تورونه رد کړي اؤ وایي دغه پېښه کې ککړ ورانکاري به دخپل انجام نه بچ نه شي.

خبریالانو ته دکورنیو چارو وزیر ویلي هغه د وزیراعظم په وینا کوټې ته ورغلی ؤ دمچهـ دپېښې داغیزمنو خلکو په اتوؤ کې اووه غوښتنې یې منلي دي.

شیخ رشید دا پېښه دنړیوال سازش په نوم یاده کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې دلټونې عملیات روان دي ، بې شمیره ترهګر خپل انجام ته رسؤل شوي اؤ دې پېښه کې لاس لرونکي به هم دسزا سره مخ کیږي.

هغه دمخالفو ګوندونو پي‌ ډي ایم روان احتجاجي‌تحریک یو ناکام تحریک بللی اؤ ویلي یې دي چې که هغوئ اسلام اباد کې پرلت ویل غواړي نو دا یې جمهوري حق دی اؤ‌ حکومت به یې مخې ته خنډان نه راولاړوي.

په دریمه جنورۍ دبلوجستان دبولان ضلعې په مچهـ سیمه کې وسله والو د کولې په راویستلو بوخت ګڼ شمیر مزدوران تښتولي وؤ اؤ بیا یې دهغوئ څخه ۱۱ هزاره نسله خواریکښ په ډزو وژلي وؤ.

ددغه پېښې ذمه واري ترهګرې شبکې القاعده پغاړه اخستې .

په سیمه کې په څلورمه ورځ هم دهزاره رورولۍ سره د تړاؤ لرونکو خلکو اؤ دبشري حقونو دفعالانو لخوا ددې پېښې په ضد په څلورمه ورځ هم احتجاج روان دی اؤ هغوئ وایي ترڅو چې وزیراعظم عمران خان پخپله دهغوئ خواله ورغلی نه وي اؤ دې پېښه کې لاس لرونکي نیول شوي نه وي هغوئ به خپل مړي نه ښخوي.

خو د هیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید نه چې کله رسنیو پوښتنه وکړه ایا وزیراعظم عمران خان به پخپله هم سیمې ته ورځي ؟ نو هغه وویل نه دی خبر چې عمران خان به کوټې ته ورشي اؤ‌ که نه ؟

XS
SM
MD
LG