لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان هزاره ورورؤلۍ ته:کوټې ته به زر درشم خو تاسو مړي ښخ کړئ


بلوچستان کې د هزاره خواریکښو د وژنې په ضد په احتجاج دبوختو کورنیو اؤ حکومتي غړو ترمنځ دمذاکراتو ناکامیدو وروسته وزیراعظم عمران خان ویلي هغه به ډیر زر پخپله هم دقربانیانو دکورنیو سره خواخوږۍ دپاره سیمې ته ورځی خو باید اوس د وژل شوؤ کسانو مړي ښخ کړل شي.

په احتجاج بوخت هزاره ګان دریځ لري چې ترڅو وزیراعظم عمران خان پخپله دهغوئ خواته ورغلی نه وي،پیښه کې لاس لرونکي نیول شوي نه وي اؤ دهغوئ تحفظ باوري کړل شوی نه وي هغوئ به خپل مړي نه ښخوي.

وزیراعظم عمران خان تر دې وړاندې دکورنیو چارو وزیر اؤ د چهارشنبې په ورځ دوه نور مرکزي وزیران علي زېدي او زلفي بخاري کوټې ته لیږلي وؤ ترڅو په احتجاج بوختې کورنۍ دخپلو مړو په ښخولو اماده کړي خو هغوئ دغو وزیرانو ته سکوټ انکار کړی چې مړی به نه ښخوي.

دمذاکراتو ناکامیدو وورسته وزیراعظم عمران خان په ټوئټر لیکلي "زه دمچهـ په خونړي برید کې د وژل شوؤ کسانو کورنۍ ته یو وارې بیا باور ورکول غواړم چې دهغوئ د تکلیفونو اؤ غوښتنو څخه خبر یم ،راتلونکي کې به ددې بریدونو مخنیوي دپاره ګامونه اخستل کیږي"

عمران خان پخپل ټوئټ کې زیاته کړې په دې خبره پوهه شئ چې" زمونږ ګاونډیان دې فرقه ایزې ترهګرۍ ته هوا ورکوي" خو نوم یې نه دی اخستی چې دګاونډي په توګه کوم هیواد یادوي؟

عمران خان لیکلي "زه ستاسو درد شریکوؤم ،مخکې هم تاسو ته دغمشریکۍ دپاره درغلی وم اؤ اوس به بیا هم دخواخوږۍ اؤ فاتحې دپاره ډیر زر بیا درځم"

هغه ویلي د خلکو باور ته به زیان نه رسوي اؤ دهزاره ورورولۍ نه یې غوښتي چې باید خپل مړي ښخ کړي ترڅو دهغوئ روحونه سکون ومومي.

خو په کوټه کې په احتجاج بوختې اغیزمنو کورنیو دچهارشنبې په ورځ د دوؤ مرکزي وزیرانو سره مذاکراتو کې هغوئ ته کرښه راښکلې ده چې ترڅو وزیراعظم دهغوئ خواته نه وي ورغلی، دپېښې ذمه وار یې نه وي نیولي اؤ هغوئ ته یې دسرونو دتحفظ باور نه وي ورکړی دوئ به خپل مړي نه ښخوي.

دبلوچستان وزیراعلی جام کمال خان هم په عین حال کې دې پېښې دقربانیانو کورنۍ څخه غوښتنه کړې ده چې دخپلو مړو ښخول باید و وزیراعظم ورتللو سره مشروط نه کړي.

د مرکزي وزیرانو سره یوځائ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دبلوچستان وزیراعلی ویلي‌ دقربانیانو کورنیو ته به وزیراعظم هم ورځي، صدر اؤ نور چارواکي به هم خواخوږۍ دپاره ورځي خو هغوئ باید وړومبی خپل مړي ښخ کړي.

وزیراعلی جام کمال ویلي کله چې دا پېښه کیده هغه دهیواد نه بهر ؤ اؤ اوس چې رارسیدلی دی نو باور ورکوي چې دې پېښه کې ککړ کسان به خپل انجام ته رسولی شي .

په دریمه جنورۍ د بولان په مچهـ سیمه کې دیوولسو شیعه هزاره خواریکښو د وژنې پړه داعش په غاړه اخستې ده اؤ دچهارشنبې په ورځ ددې پېښې په ضد د کوټې ترڅنګ دهیواد بیلابیلو سیمو کې هم احتجاجي مظاهرې پیل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG