لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس په ګډه غونډه کې د جوبایډن د رسمي تایید په ضد اعتراضونه او احتجاجونه


واشنګټن ــــ د امریکې د کانګرس دواړه پارلمانونه سېنټ او د استازو جرګه په یوه ګډه غونډه کې د ډیموکرېټ ګوند د امیدوار جوبایډن د صدر جوړېدو لپاره د الیکټرل کالج رایې په رسمي توګه تاییدوي، خو اوسنی ولسمشر ډانلډ ټرمپ لا هم دعوه کوي چې درغلي ورسره شوې او د رایو له نتایجو انکار کوي.

د امریکې د پایتخت واشنګټن ډي سي پولیسو د شورو- چارشنبې په ماځیګر د واکمن ریپبلکن ګوند هغه سلګونه پلویان پسې واخیستل او ځنې یې ونیول چې د کانګرس له ودانۍ دباندې یې د صدارتي ټاکنو د رایو د رسمي تایید په ضد احتجاج کاوه او هڅه یې کوله چې د کانګرس ودانۍ ته ننوځي.

پولیسو د احتجاج کوونکو د سره پاشلو لپاره پر هغوی اوښکې بهوونکی ګېس هم غورځولی او د واشنګټن ډي سي ښاروال د حالت د کنټرول په خاطر په ښار کې د ماښام له شپږو بجو ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د امریکې منتخب ولسمشر جوبایډن د شورو- چارشنبې په ماځیګر له خپل دفتره په لایو وینا کې د ولسمشر ټرمپ د پلویانو له خوا د کانګرس تر ودانۍ دباندې ګڼه ګوڼه غندلې او دا یې "بغاوت" بللی او ویلي یې دي:

"ولسمشر ټرمپ دې خپل سوګند پر ځای کړي او د آیین دفاع ته دې را مخته دې شي او [له خپلو پلویانو دې د کانګرس] د محاصرې د ختمېدو غوښتنه وکړي".

ولسمشر ټرمپ د جوبایډن تر دې غوښتنې وروسته پر ټویټر په یوه ویډیو پیغام کې بیا په ټاکنو کې د درغلۍ دعوه وکړه، خو پر خپلو پلویانو یې ږغ وکړ چې په سوله ییز ډول خپلو کورونو ته لاړ شي.

د امریکې د آیین د 12م بدلون له مخې د کانګرس دواړه پارلمانونه د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته ګډه غونډه کوي او د هېواد د پینځوسو ایالتونو او پایتخت واشنګټن ډي سي د ووټونو د شمېر رسمي تایید کوي، که کانګرس دغه رایې تایید نه کړي نو بیا نتایج بدلېدای شي.

ولسمشر ټرمپ او د هغه د ګوند ملګري دعوه کوي چې په ځینو ایالتونو کې د جوبایډن په ګټلو کې درغلي شوې ده، خو برسېره پر دې چې تر اوسه شاوخوا 60 عدالتونو د دوی دغه دعوه رد کړې ده، د ریپبلکن ګوند د استازو جرګې ډېر غړي او سنېټران هڅه کوي د کانګرس په ګډه غونډه کې د رایو د تایید عمل وځنډوي.

د امریکې په استازو جرګه کې د ډیموکرېټ ګوند اکثریت دی چې د جوبایډن ملاتړ کوي، خو په سېنټ کې هم د ریپبلکن ګوند استازي- چې تر ډیموکرېټانو ډېر دي- دا مني چې جوبایډن ټاکنې ګټلې دي او د کانګرس په غونډه کې د هغه د چېلنجولو مخالفت کوي.

ولسمشر ټرمپ د خپل ریپبلکن ګوند د استازو دې انکار غصه کړی چې په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه د ده د دعوو ملاتړ نه کوي او هغوی یې "تسلیم شوې پارلماني ډله" بللې ده.

د کانګرس په ګډه غونډه کې د ډیموکرېټ او ریپبلکن ګوند د سېنټ او استازو جرګې غړي د الیکټرل کالج ټولې رایې شمېري او د هېواد مرستیال ولسمشر د دې ګډې غونډې مشري کوي، خو که مرستیال صدر نه وي نو د سېنټ د اکثریتي ګوند تر ټولو باتجربه سنېټر د غونډې صدر وي.

ولسمشر ټرمپ له خپل مرستیال مایک پینس څخه غوښتي چې د رایو د رسمي تایید مخه ونیسي او دا ونه مني چې ګواکې دوی ټاکنې بایللې دي. ټرمپ د ګل- دوشنبې په ورځ په جورجیا ایالت کې خپلو پلویانو ته وویل: "موږ به یې و نه منو".

خو د مرستیال صدر مایک پینس مرستیالانو رسنیو ته ویلي، د ټرمپ پر فشار باجود چې د رایو نه منلو ته یې مجبوروي، مایک پینس پلان لري چې خپله قانوني او آییني دنده تر سره کړي او د الیکټرل کالج د رایو نتیجه اعلان کړي چې هغه ټرمپ او پینس ته د بایډن او کامیلا هاریس له خوا د 232 رایو په بدل کې په 306 رایو ماتې ورکول دي.

په استازو جرګه کې تر 100 زیات غړي او 13 سنېټران وایي دوی به د کانګرس په غونډه کې د جوبایډن د کامیابۍ پر تاییدېدو اعتراض وکړي، دوی تور لګوي چې په اریزونا، جورجیا، میشیګن، نیواډا، پینسلوېنیا او وسکانسن ایالتونو کې له ولسمشر ټرمپ سره درغلي شوې ده.

خو د ریپبلکن ګوند د دغو غړو پر اعتراض د کانګرس په غونډه کې تر هغه وخته عمل نه شي کېدای چې د استازو جرګې او سېنټ اکثریت غړي یې ملاتړ ونه کړي، دا چې په استازو جرګه کې د ډیموکرېټانو اکثریت دی نو داسې نه ښکاري چې پر دې اعتراض عمل وشي او د رایو د تایید مخه ونیول شي.

د قانوني چارو پوهان وایي که د اعتراضاتو لړۍ همداسې روانه وه نو کېدای شي چې د کانګرس له خوا د الیکټرل کالج د رایو د تایید کار څو ورځې واخلي، خو وایي د جنورۍ پر 20مه به سپینې ماڼۍ ته یو نوی صدر ور ننوځي او هغه به جوبایډن وي چې د امریکې د 46م ولسمشر په توګه به د خپلې څوکۍ لوړه یا سوګند کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د امریکې د 2001م کال، تر هغه وروسته د 2005م کال او بیا د 2017م کال په صدارتي ټاکنو کې هم دې ته ورته حالت پیدا شوی وو. په 2001م کال کې د استازو جرګې تر یو درځن زیاتو غړو د فلورېډا ایالت د رایو پر نتایجو اعتراض کړی وو، چې پکې جارج بوش الګور ته په ډېرو کمو رایو ماتې ورکړې وه، خو الګور اعتراض رد کړ او د جارج بوش د ګټلو اعلان یې وکړ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG