لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هزاره ګانو د احتجاج پینځمه ورځ: مریم نواز او بلاول بټو نن ماتمي احتجاج کوونکو ته ورځي


واشنګټن ــــ‌ په کوټه کې د لس تنو هزاره شیعه مسلمانانو د وژنې په ضد احتجاج به نن پر پینځمه ورځ هم روان وي، ځکه چې وزیراعظم عمران خان لا د احتجاج کوونکو په غوښتنه نه دی ورغلی او د بلوچستان او مرکز له حکومتي پلاوو سره یې مذاکرات نه دي بریالي شوي.

ټاکل شوې چې د مسلم نواز ګوند مرستیاله مشره مریم نواز او د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري نن له ماتمي هزاره احتجاج کوونکو سره د خواخوږۍ لپاره کوټې ته لاړ شي. مریم نواز پرون پر ټویټر لیکلي:

"زه د خپل پلار محمد نوازشریف په لارښوونه انشاءالله سبا [د دسمبر اوومه] له دې غوښتنې سره خپلو خویندو او وروڼو ته ورځم چې دوی به د خپلو نازولیو مړي خدای ته سپاري. زه باوري یم چې دوی به د خپلې لور غوښتنه نه ردوي".

د بلوچستان او مرکز حکومت هزاره احتجاج کوونکو ته بیا بیا باور ورکړی چې د مچ په پېښه کې لاس لرونکي وسلوال به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري او دا چې په راتلونکي‌ کې به دا ډول پېښې نه کېږي خو هغوی د حکومت پر دغو ژمنو بې باوره دي.

سلګونو هزاره احتجاج کوونکو ښځو، نارینه وو او ماشومانو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کوټې پر مغربي بای پاس په منفي درجه یخ کې د خپلو هغو لس تنو خپلوانو مړي پخپل منځ کې ایښي او احتجاج کوو چې د بلوچستان په مچ سیمه کې وسلوالو وژلي وو.

د دغو هزاره مزدورانو د وژنې په ضد له کوټې دباندې هم په کراچۍ، نیویارک او نورو ځایونو کې احتجاجونه شوي او په پراخه کچه غندنه یې شوې ده.‌ ملګرو ملتونو او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم پر هزاره مزدورانو برید غندلی او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده.

XS
SM
MD
LG