لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومندو کې د افغان لوري په ترهګر بريد کې د پاکستانۍ ملېشې سرتيری وژل شوی، پوځ


د پاکستان پوځ ویلي، په قبايلي ضلع مومندو کې ترهګرو د افغان لوري نه بريد کړی چې پکې د ملېشې (اېف سي) ځواک يو سرتيری وژل شوی دی.

پوځ ويلي د ترهګرو برید ته کلک ځواب ويل شوی دی.

د پوځي بيان ترمخه ترهګرو د افغانستان د لوري په نړيواله پوله په پوځي چيک پوسته ډزې کړي دي.

ويل شوي په نښته کې د اېف سي ځواک سپاهي 25 کلن فضل واحد چې تعلق يې د شانګلې سره دی وژل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان ویلي د مومندو په بايزۍ تحصيل کې په بريد کې يو پوځي سرتيری وژلی دی.

پاکستان وخت په وخت دعوې کوي چې د افغانستان د لوري په پاکستان کې ترهګر بريدونه کيږي.

خو افغان دولت بيا وايي خپله خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG