لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د پي ټي اېم نيول شوي څلور غړي په ریمانډ پوليس ته وسپارل شو


په پېښور کې د شورو/ چهارشنبې په ماښام د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] په نيول شوؤ غړو کې څلور تنه نن عدالت ته وړاندې کړی شوي او عدالت پوليسو ته په بدني ریمانډ د درېو ورځو دپاره ورکړي دي.

د پي ټي اېم فعاله ثنااعجاز وايي پرون د هغې په ګډون د پېښور پوليسو 45 کسان نيولي چې هغه او نور يې بيا خوشي کړي او څلور تنه يې د ځان سره ساتلي وو.

د پي ټي اېم وکیل شاه محمد خان اېډوکېټ وايي، د پېښور د شرقۍ پوليس تاڼې ډاکټر مشتاق، افتاب شينواري، ابراهيم کامل او ګل پسند نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کړه او عدالت په ريمانډ پوليس ته ورکړه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل پولیس دعوه کوي چې دغه کسان په سيد عالم مسيد او نورو په درج شوې مقدمه کې شامل وو ځکه يې عدالت ته وړاندې کړه خو نوموړی وايي په هغه مقدمه يا اېف ايي ار کې يواځې د افتاب شينواري نوم شامل دی.

نوموړی وکيل وايي په سيد عالم او نورو باندې په درج شوې مقدمه کې د رياست پرضد د سازش، اړي ګړي جوړولو او خلکو راپارولو مادې لګول شوي دي.

خو د پېښور ښار د شرقۍ تاڼې پوليس مشر [اېس اېچ او] انعام خان بيا هم وايي چې دغه کسان په سيد عالم مسيد په شوي اېف ايي ار کې شامل وو ځکه يې نيولي دي او عدالت ته يې وړاندې کړه.

بل لور ته د پي ټي اېم فعاله ثنا اعجاز وايي دوی پرون د پېښور پرېس کلب مخې ته راټول شوي پرامنه احتجاج يې کولو خو پوليس راغله او دوی يې ونيول.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل دوی د پښتنو سره د شوؤ زیاتو او د پښتنو د حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي او که دوی نيول کيږي هم او په دوی د کومې بلې لارې فشار اچول کيږي، دوی به خپله پرامنه مبارزه نه پرېږدي.

پي ټي اېم پرون د پېښور پرېس کلب مخې ته د سيد عالم مسيد د ګرفتارۍ پرضد احتجاجي مظاهره کوله چې غړي يې پوليسو نيولي وو.

ډاکټر سید عالم مسید د جنورۍ په درېیمه نېټه د پېښور پولیسو په حیات اباد کې له خپل کوره نیولی وو، په دغه ورځ د پي ټي ایم د یو مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر او نورو غړو د ګرفتارۍ په ضد په پېښور کې احتجاج شوی ؤ.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي،

هغه تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي ؤ چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG