لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور: په ځنګلي علاقه کې ماين چاؤدنې درې ماشومان وروڼه وژلي


د پېښور ښار د بډه بيرې په ځنګلي سيمه کې د ماين يا هينډ ګرنيډ په چاودنه کې درې ماشومان وروڼه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د بډه بېرې پوليس دغه پېښه تايیدوي او وايي چې ياده پېښه پرون هغه وخت شوې چې ماشومانو د لاسي بم سره لوبې کولې، هغه پرې چاؤدلی دی.

د بډه بېرې تاڼې يو پوليس چارواکي فخرالله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تاييد کړې چې په چاؤدنه کې درې وژل شوي ماشومان وروڼه دي.

پوليس چارواکي وايي د مړه شوو او ژوبل شوو ماشومانو عمرونه د څلورو کالو نه تر 14 کلونو پورې دي.

د ځنګلي سيمې استوګن او د ماشومانو خپلوان محمد قيوم وايي تر اوسه پورې دا نه ده مالومه چې ماشومانو ته دغه لاسي بم چرته په لاس ورغلی ؤ.

د پېښور پوليس چارواکي وايي د دغې پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي.

د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون وياند عاصم خان وي او اې ډيوه ته وويل ياد روغتون ته درې ژوبل شوي ماشومان راوړل شوي وو او وروسته پکې يو ساه ورکړې وه.

په خېبرپښتونخوا کې دغه ډول پېښې زياتره په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول وزیرستان کې رامنځته کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال عالمزېب مسيد تيره مياشت وي او ای ډيوه سه په خبرو کې ویلي ؤ په تېرو دوه کلونو کې په وزیرستان کې دغه ډول 160 پېښې شوي چې نزدې د 250 پورې ښځې او ماشومان په دغو پېښو کې معذوره شوي دي.

عالمزېب مسيد ويلي د پي ټي اېم په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي ځکه چې په علاقه کې هم دغه پېښې پرله پسې رامنځته کیږي.

د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر شوکت علي هم دغه خبره منلې وه چې په علاقه کې نزدې په اوونۍ کې د ماين چاؤدنې پېښه کيږي او نه يواځې عام خلک بلکې پوځي سرتيري هم پکې په خپله په هدف کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه ويلي ؤ چې په علاقه کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی او چې چرته هم چاؤدنه کيږي هلته بيا د پوځ او ملېشې ټيمونه رسي او علاقه د ماینونو څخه پاکوي.

XS
SM
MD
LG