لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: طالبان دې راشي که ولس رایه ورکړه موږ به یې په غېږ کې ونیسو


واشنګټن ــــ افغان ولسمشر اشرف غني د سولې په خبرو کې د اوسني نظام د لاسته راوړنو په اړه اندېښنو ته په اشارې ویلي، حکومت یې تیار دی چې طالبان پخپله غېږ کې ونیسي، خو وایي دوی باید په دې پوه شي چې اوسنی افغانستان هغه نه دی کوم چې نولس کاله پخوا وو.

ولسمشر غني د سولې د خبرو د دویم پړاو په پیل کې پر اوربند ټینګار وکړ او وایي حکومت یې سولې ته ژمن دی او هیڅوک د باعزته سولې مخه نه شي نیولای:

"د سولې لپاره معیار دا دی چې زعامت [مشري] به د ولس په اراده وي او که طالبان ځانونه افغانان بولي باید اوربند وکړي".

اشرف غني د پنجشنبې- زیارت په ورځ په ختیځ ښار جلال اباد ښار کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان خلک تیار نه دي چې اوسنی نظام له منځه لاړ شي او وایي د ده دنده دا ده چې خپله څوکۍ په قانوني توګه راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي:

"جمهوریت زموږ او ستاسې ګډه پانګه ده، غواړو نظام ثبات ته ورسوو، دا خبره سمه ده که طالبان افغانستان ته راشي او خلک دوی ته [د حکومت کولو لپاره] رایه ورکړه زر وارې دې راشي موږ حاضر یو پخپله غېږ کې یې ونیسو".

طالبانو سمدستي د ولسمشر اشرف غني تازه څرګندونو ته په جواب کې څه نه دي ویلي، خو هغوی ټینګار کوي چې د سولې په خبرو کې یې یوه موضوع په افغانستان کې د "اسلامي نظام" راوستل دي.

په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو ابتدایي ناسته وړمه ورځ شوې او د ایجنډا پر موضوعاتو رسمي خبرې د دسمبر پر نهمه پیلېږي. د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ویلي د خبرو په پیل کې به یې ټینګار پر ډزبندۍ وي.

د طالبانو یو پخوانی مشر سید اکبر اغا وایي تر اوسه د دواړو غاړو تر منځ یو پر بل باور نه شته ځکه نو طالبان ډزبندي نه کوي، وایي که په خبرو کې پرمختګ ونه شي نو بیا طالبانو ته ګرانه وي چې د ډزبندۍ پرېکړه بیرته واخلي:

"که سبا داسې یوه خبره منځ ته راشي چې ډزبندي وي او خبره پر مخ نه ځي بیرته جنګ شروع کېږي نو دا به د طالبانو لپاره بدنامي وي، ځکه نو دوی کوشش کوي چې دغه بدنامي یو نه سي".

اشرف غني په جلال اباد کې د خپل حکومتي پلاوي په مشرۍ د دې ولایت له یو شمېر ښځو سره په جلا غونډه کې هم لیدلي او هغوی ورڅخه غوښتي چې د افغانستان په جګړه کې ښځې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي او د سولې په خبرو کې باید د ښځو حقونه وساتل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG