لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلاول: پاکستان یو داسې هېواد دی چې مړي هم پکې احتجاج ته مجبور دي


واشنګټن ــــ د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو په کوټه کې د لس تنو مزدورانو د وژنې په ضد پر پینځمه ورځ ناستو احتجاج کوونکو ته په وینا کې ویلي، په پاکستان کې نور هر څه ګران شوي دي خو وایي تر ټولو د انسانانو وینه پکې ارزانه ده.

بلاول بټو او د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کوټې په هزاره ټاون کې له ماتمي هزاره احتجاج کوونکو سره ولیدل او د مچ سیمې په پېښه کې د وژل شویو مزدورانو په اړه یې ورسره خواخوږي وکړه.

بلاول بټو پخپله وینا کې وویل دوی تل بلوچستان او کوټې ته د خوشالۍ او سیاست لپاره نه ځي بلکې تل د ترهګرۍ تر کومې لویې پېښې وروسته له خلکو سره غمشریکۍ ته ورځي:

"پاکستان یو داسې ملک دی چې زموږ شهیدان او مړي هم پکې احتجاج کولو ته مجبور دي، موږ په یو داسې پاکستان کې اوسېږو چې هر څه- ګېس، بجلۍ او خوراکي شیان پکې ګران شوي- خو زموږ د ولس، د مزدورانو، سیاسي کارکنانو، پولیسو، وکیلانو او هزاره وروڼو وینه پکې ارزانه شوې ده".

بلاول بټو او مریم نواز له ماتمي احتجاج کوونکو سره د لیدو په وخت د پاکستان له وزیراعظم عمران خان څخه غوښتي چې د هزاره قوم له خلکو سره د غمشریکۍ په خاطر خپله لویي (انا) یوې خواته کړي او سمدستي کوټې ته ورشي.

مریم نواز هم له احتجاج کوونکو سره تر لیدو وروسته پخپله وینا کې وویل، چا ورته د وژل شویو کان کیندونکو عکسونه ور ښکاره کړل چې غاړې یې غوڅې شوې دي وایي هغه عکسونه یې نه شوای لیدلای. مریم نواز پر عمران خان ږغ وکړ چې کوټې ته ورشي او د هزاره احتجاج کوونکو پر سر لاس کښېږدي:

"ماته هزاره احتجاج کوونکو وویل چې که عمران خان را نه شي نو موږ به سل ورځې هم ناست یو او خپل مړي نه ښخوو. د ریاست کار خپلو خلکو خصوصاً زیاتو ځورېدلو خلکو ته تحفظ ورکول دي او ریاست د مور غوندې وي خو زه دا احساسوم چې دې مور خپل حق نه دی ادا کړی".

بلاول بټو وویل چې له 1999م کال راهیسې په بلوچستان کې 2,000 هزاره وګړي د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي، خو وايي تر اوسه "یوه ته هم انصاف نه دی ورکړل شوی". بلاول وویل د هزاره ګانو یواځینۍ غوښتنه دا ده چې هغوی ژوند ته پرېښوول شي:

"زه خپله د شهیدانو له کورنۍ یم، موږ هم ستاسې غوندې تر اوسه پورې خپلو شهیدانو ته انصاف تر لاسه نه کړ، خو زه له تاسې سره ژمنه کوم څنګه چې موږ د خپلو شهیدانو د انصاف لپاره مبارزه کوو، همدا کوشش به کوو چې زموږ غریب ولس دې ژوند ته پرېښوول شي، دا څنګه ملک دی چې یو څوک دې مزدوري کوي، سکول ته دې ځي یا دې سفر کوي نو شناختي کارډ دې یې کتل کېږي او وژل کېږي دې".

وزیراعظم عمران خان د مسلم لیګ نواز ګوند او پیپلز ګوند د مشرانو تازه څرګندونو ته په جواب کې څه نه دي ویلي، خو پرون یې پر ټویټر لیکلي وو چې هزاره احتجاج کوونکي دې ژر خپل مړي خاورو ته وسپاري، دی به ژر کوټې ته د غمشریکۍ لپاره ورشي.

XS
SM
MD
LG