لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کپېټل محاصره: امریکایانو هغه څه ولیدل چې باور یې نه کاوه


امریکايي قانون پوهان تیره ورځ دوعا په خوله د څوکیو شاته پټېدل او پولیسو د کانګرس ودانۍ کې دننه وسلې نیولې وې. دغلته شیشې ماتیدلې، او د منتخبو غړو دفترونه ګډوډیدل. دا یو داسې منظر وو چې امریکایانو یې د لیدلو هېڅکه کله تمه نه درلودله. په خپل هیواد کې کله هم نه. دغه هر څه بیا په قامي ټي وي چینلو، په سوشل میډیا او شخصي ګروپونو کې ریکارډ شوي. دغه هر څه د چارشنبې په ورځ د یوې پرامنه مظاهرې نه پیل شول چې صدر ټرمپ یې سرخط اېښودی وو چې د صدارتي انتخاباتو د پایلو پرضد دې مظاهرې وشي. د دغې یو میل په فاصله د کانګرس په ګډه غونډه کې د انتخاباتو نتېجې تصدیق کیدلې.

صدر ټرمپ ( مونږ به کله هم په شا نه شو، او ماتې به وه نه منو، چرته چې غلا شوي وي نو څوک هم ماته نه مني)

صدر ټرمپ مظاهرچیانو ته د کانګرس یا کېپیټل ودانۍ ته د ورتلو وړاندیز کړی وو. کله چې دغه خلک ودانۍ ته نژدۍ شول نو د پولیسو لخوا لګول شوي کرښې یې ماتې کړې او د دوي چلند بدل شو. دوي په زوره د کانګرس ودانۍ ته ورننوتل او قانون دانان وتښتېدل.

د امریکا په ښارونو کې د مظاهرچیانو لیدل عامه خبره ده. په تیر اوړي کې شوې ځینې مظاهرې هم تشدد او ورانۍ ته رسیدلې وې. خو کوم څه چې تیره ورځ په واشنګټن ډي سي کې شوي دا ډیر جلا وو.

د ریپبلکن ګوند سټراټیجی جوړونکی لیام رونووان وايي:

" کوم څه چه نه دي اوریدل شوي هغه دا وو چې څوک به کېپېټل ودانې ته ورننوځي، کړکۍ به ماتوی، دفترونو ته به ورننوځي. دا هر څه لیدل حیرانونکي وو."

څنګه چې شپه شوه او واشنګټن کې ګرځبندیز ولګید، یو حیران شوی ملت په دې پوهه شو چې د دې نه یقین کونکې کار لامل څه وو.‌

د ټېکساس یونیورسټۍ یوه پروفیسره جېنېفر مېرسیسا وايي، "مونږ نه یو خبر دا هر څه څنګه ختم شو. په واشنګټن کې دا ګډووډی لیدل، دا یقین کول ګران دي چې مشر څوک دی."

د کېپېټل هل ودانۍ او ګڼې تاریخي ودانیو دا منظرونه لیدل. داسې څه مخکې کله په نظر نه دي راغلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG