لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سنېټ کې ځواکمن ډیموکراټ وکیل د ټرمپ د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه


واشنګټن – د امریکا په سنا یا سنېټ کې جګ پوړي ډیموکراټ وکیل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له واک څخه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ژر تر ژره ګوښه کېدو غوښتنه وکړه په داسې حال کې چې د هغه د ولسمشرۍ یواځې ۱۳ ورځې پاتې دي.

دا غوښتنه وروسته له هاغې وشوه چې ډانلډ ټرمپ له خپلو قهرجنو ملاتړ کونکو څخه وغوښتل چې د امریکا د کانګرس له ودانۍ (کپېټل) سره لاریون وکړي چېرې چې هغوی بیا پر ودانۍ باندې ورننوتل.

له نیویارک څخه ډېموکراټ سنېټر چک شومر وویل، "هغه څه چې تېره ورځ په کانګرس کې پېښ شول هغه د امریکا پرضد یو بغاوت وو چې د ولسمشر لخوا هڅول شوی وو. ولسمشر باید یوه ورځ نور په دفتر کې پاتې نشي."

چک شومر چې ډېر ژر به په سنېټ کې د اکثریت مشري ور په غاړه شي وویل، "چټکه او اغېزناکه لاره" چې ټرمپ پرې له سپینې ماڼۍ څخه ووېستل شي دا ده چې مرستیال ولسمشر مایک پېنس او د ټرمپ اکثره کابینه د قانون له ۲۵ امنډمېنټ څخه په استفادې اعلان وکړي چې ټرمپ ناتوانه شوی او نشي کولای په دفتر کې خپل کار ته دوام ورکړي.

شومر وویل، "دا نن کېدای شي" خو کچېرې مرستیال ولسمشر او کابینه ددې کار لپاره راپاسېدل رد کي نو کانګرس باید د ولسمشر د ګوښه کېدو (استیضاح) لپاره سره راټول شي.

په کانګرس کې د استازو د جرګې یا هاوز اف ریپریزینټیټیو د مشرې نېنسي پيلوسي په

ګډون نورو ګڼو وکیلانو هم د قانون له لیارې او یا د هغه د دوهم ځل استېضاح کېدو له لیارې د ولسمشر د ګوښه کېدو غوښتنه کړې، که څه هم ټاکل شوې ده چې ټاکلی ولسمشر جوبایډن به د جنورۍ په شلمه نېټه په خپل دفتر کې کار پیل کړي.

په کانګرس کې له ایلیونوس ایالت څخه ریپلېکنز وکیل اډم کېنزینجر چې د ټرمپ له منتقدینو څخه دی وايي، "ټولې نښې داسې دي چې ولسمشر نه یواځې د خپلې دندې له پلوه بلکه د حقایقو له پلوه هم بې روحه شوی دی."

د ټرمپ یوه بله خولوره مخالفه له نیویارک څخه ډیموکراټ وکیله الیکزانډریا اوساشیو کورټېز وویل، ‌هغې د ټرمپ د استېضاح لپاره اسناد برابر کړي دي.‌

دمګړی داسې نښې نښانې نشته چې پېنس چې د ټرمپ لخوا یې هغه غوښتنه څو ځله رد کړې چې په کانګرس کې دې د بایډن د الیکټرول کالجونو د تصدیق مخه ونیسي ایا له واک څخه د ټرمپ د ګوښه کېدو د هڅو برخه ده او که نه.

خو د امریکا ګڼو خبري رسنیو راپور ورکړی چې په سپینې مانۍ کې د ټرمپ مهمو همکارانو په دې باندې خبرې کړي دي چې د شورو یا چهارشنبې په شپه یې چې لا وکیلانو د بایډن د الیکټرل کالجونو د تصدیق پرسر خبرې کولې له دفتر څخه وباسي.

واشنګټن پوست د ټرمپ د ادارې د یو چارواکي له خولې لیکلي، چې د ټرمپ چلند د خپلې ولسمشرۍ په پای کې داسې شوی لکه یوه بشپړه بلا یا مناسټر چې وي.

بل چارواکي ویلي،‌ چې حالات "خراب او له زغم څخه وتلي دي."

ټرمپ بلاخره په یوې ریکارډ شوې ویډیو کې له لاریون کونکو څخه وغوښتل چې کورونو ته ولاړ شي خو داسې ښکارېده چې ورسره یې همدردي ښودله او ویل یې، "مونږ درسره مینه لرو. تاسو ډېر ځانګړي یاست."

کله چې پېنس په کانګرس کې د الیکټورل کالجونو له تصدیق څخه وروسته د ټرمپ او خپلې ماتې یادونه وکړه نو ټرمپ ورسره یو ځل بیا مخالفت څرګند کړ.‌

د ولسمشر ټرمپ د ټوېټر اکاونټ ددې له امله چې بایډن ته یې د خپلې ماتې د نه منلو له وېرې څخه نور تاوتریخوالی را ونه پاروي په لنډ مهاله توګه د شورو یا چهارشنبې بند شوی وو.

د امریکا د استخباراتو فېدرالي ادارې یا اف بي آی د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د لاریون کونکو په پېژندلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.‌

د امریکا په ګانګرس کې د شوې ګډوډۍ څخه ورسته د ټرمپ‌ د ادارې ګڼو چارواکو له خپلو دندو څخه استعفاوې هم ورکړي.

په دغو کسانو کې د ټرانسپورت وزیر الېن چاو، د ټرمپ‌ د کابینې لومړی وزیر وو چې د زیارت په ورځ یې استعفا ورکړه. د سپینې ماڼۍ د دفتر پخوانی سرپرست مشر چې اوس شمالي ایرلېنډ ته د ټرمپ استازی وو، د ټرمپ یو مهال د مطبوعاتو مشرې سټفني ګرېشام چې د شورو تر ورځې پورې د لومړنۍ مېرمنې د دفتر مشره هم استعفاوې ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG