لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په کانګرس د بریدګرو لاریون کونکو د نیولو لړۍ روانه ده


واشنګټن - امریکايي پولیسو په کلکه د هغو ټرمپ پلوو کسانو د پېژندلو او نیولو لړۍ پیل کړې ده چې د امریکا د کانګرس په ودانۍ باندې له تاوتریخوالي سره ورننوتل.

د کانګرس په ودانۍ (کپېټل) باندې له تاوتریخوالي سره د لاریون کونکو ننوتل له

دوو پېړیو څخه په زیات وخت کې ساری نه لري.

‌پولیسو که څه هم د شورو یا چهارشنبې په ماسپښین یواځې په لسګونو لاریون کونکي نیولي وو خو په لسګونو نور تر هغې وروسته نیول شوي دي.

چارواکو ژمنه کړې چې نورو پسې به هم ګرځي خو ددې بهیر بشپړېدل به په اونیو وخت ونیسي.‌

سرپرست لوی څارنوال جیفري روزن په یو بیان کې ویلي دي، "د عدلیې وزارت ژمن دی چې زمونږ په حکومت او پولیسو باندې په برید کې مسول کسان د قانون لاندې د خپلو اعمالو له بشپړو پایلو سره مخ شي."

هغه زیاته کړه،‌ فدرالي څارنوالان د فدرالي استخباراتي یا اف بي آی له مامورینو او سیمیزو پولیسو سره په ګډه کار وکړ تر څو برید کونکي وپېژني.

هغه وړاندې وویل، د زیارت د ورځې په پای کې ګڼ تورن کسان روښانه شي او نور به بیا په راتلونکو ورځو او اونیو کې محکوم شي.

د اف بي آی مشر کریسټوفر رې ویلي، چې ادارې یې د پلټنو بشپړې سرچینې په کار اچولي تر څو له تاوتریخوالي ډګ لاریون کونکي ومومي.

رې په یو بیان کې ویلي، "له غلطۍ پرته به مونږ ټول هغه کسانو سره حساب وکړو څوک چې د کانګرس ودانۍ ته ننوتي وو."

دغه برید د روزن لخوا "د نه زغملو وړ بلل شوی چې د ډیموکراسۍ په بنسټیزې ادارې باندې شوی.

د امریکا په کانګرس باندې د سلګونو ټرمپ پلوو قهرجنو لاریون کونکو لخوا په داسې حال کې برید شوی وو چې د ګانګرس غړي په یوې ګډې غونډه کې د جوبایډن د الیکټورل کالجونو تصدیق کاوه.

په ټرمپ باندې د تاتریخوالي د پارولو له امله په پراخه توګه نیوکې شوي کله چې دغه خپلو قهرجنو ملاتړو ته د کانګرس د ودانۍ پرلور د مارش کولو وویل.

پخواني لوی څارنوالی ویلیم بار په یو بیان کې اسوسېټېډ پریس ته ویلي، د ولسمشر چلند د هغه دفتر او ملاتړو سره یو خیانت وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG