لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فېس بک د صدر ټرمپ د فېس بک او انسټاګرام اکاؤنټونه معطل کړي


د فېس بک مشر مارک زګربرګ د زيارت/پنجشنبې په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ د فېس بک او انسټاګرام اکاؤنټونه معطل کړي دي، تر هغې پورې چې بل صدر سوګند نه وي پورته کړی.

د صدر ټرمپ د فېس بک او انسټاګرام اکاؤنټونه وروسته له هغې معطل کړی شوي چې د شورو/ چهارشنبې په ورځ د ټرمپ پلويان د کانګرس په ودانۍ [کېپټل هل] ورغلي وو.

زګربرګ ويلي په دې موده کې چې دوی صدر ته خپل خدمات ورکوي دا به د خطر سبب جوړيږي.

هغه زياته کړې په پرامنه توګه د اقتدار د انتقال پورې به د صدر ټرمپ د فېس بک او انسټاګرام اکاؤنټونه بند وي.

د امریکې کانګرس پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د نوي منتخب صدر جو بايډن او مرستيالې کامله هېرس د درېم نومبر په صدارتي انتخاباتو کې بريا تاييد کړه، د کوم وروسته چې به بايډن په په 20 جنورۍ د امریکا د صدر د څوکۍ سوګند پورته کړي، هغه به د امریکا 46 صدر وي.

صدر ټرمپ د شورو/ چهارشنبې په ورځ خپلو پلويانو ته ويلي ؤ چې صدارتي انتخابات غلا شوي دي او هغه به ماتې ونه مني.

وروسته د صدر ټرمپ پلويان د کانګرس په ودانۍ ورغلي وو، چې له امله يې د کانګرس غونډه ځنډېدلې او څو ساعته وروسته بيا امنيتي ځواکونو د کانګرس ودانۍ هلته د ورغلو خلکو نه پاکه کړې او بيا غونډه روانه شوې وه.

په دغه مهال صدر ټرمپ يوه ویډيو خپره کړې چې پکې نوموړي په خلکو غږ کړی چې پرامنه پاتې شي او د پوليس مرسته وکړي هغه ويلي چې اړی ګړی دې نه جوړوي.

ټويټر د صدر ټرمپ ويډيو لرې کړې او ويلي يې ؤ د هغه ويډيو د پارولو سبب ګرځي او ټويټر بيا د خپلې پاليسۍ په سرغړونه د صدر ټرمپ ټویټر اکاؤنټ د 12 ساعتونو دپاره بند کړی دی.

په کېپټل هل د خلکو ورختلو عمل د امریکا پخواني صدر جارج ډبليو بش، باراک اوباما او د نړۍ يو شمېر مشرانو غندلي وو.

XS
SM
MD
LG