لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ د ده د ګوښه کېدو تر غوښتنې وروسته ومنل چې واک به په نرمۍ وسپاري


واشنګټن ــــ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وروسته له هغه چې د کانګرس پر ودانۍ د ده د پلویانو یرغل په امریکا کې غصه را وپاروله او د کانګرس غړو یې له واکه د ګوښه کېدو یا مواخذې غوښتنه وکړه، نن ومنله چې د جنورۍ په شلمه به واک راتلونکي ولسمشر ته وسپاري.

د پنجشنبې- زیارت په ماښام پخپله یوه ویډیو کې صدر ټرمپ وویل، ده د انتخاباتو د نتایجو لپاره پخپل کمپېن کې هره قانوني لاره خپله کړه او وایي یواځینی هدف یې د خلکو د رایو د امانت ساتل وو، وایي په دې کار سره یې غوښتل د امریکا د جمهوریت لپاره مبارزه وکړي:

"اوس کانګرس ووټونه یا رایې تایید کړې، نوې کابینه به د جنورۍ پر شلمه خپل کار پیلوي. زما توجه اوس په اسانه او منظمه توګه بې له ستونځې د واک د سپارلو باوري کول دي. دا وخت پر زخمونو د مرهم ایښودلو او پخلاینې اړتیا ده. 2020م کال زموږ د خلکو لپاره یو له چېلنجونو ډک کال وو".

ولسمشر ټرمپ‌ وویل دی اوس هم کلک باور لري چې د امریکې د انتخاباتو په قانون کې باید اصلاحات وشي چې د ټولو رایو ورکوونکو پېژندنه او وړتیا تایید شي او په راتلونکو ټولو انتخاباتو کې د باور ډاډ ورکړل شي.

د امریکې د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي او په سېنټ کې د ډیموکرېټ ګوند مشر چک شومر پر کانګرس د قهرجنو احتجاج کوونکو د یرغل پړه پر ولسمشر ټرمپ واچوله او پرون یې د امریکې د آیین د 25مې مادې په بنیاد د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

خو ولسمشر ټرمپ پخپله تازه ویډیو کې ویلي ده پر کانګرس ودانۍ تر برید سمدستي وروسته ملي ګارډ او مرکزي امنیتي ادارو ته امر وکړ، چې ودانۍ وژغوري او احتجاج کوونکي له هغه ځایه وشړي:

"د ټولو امریکایانو غوندې زه هم [د احتجاج کوونکو] تشدد، بې قانونۍ او ګډوډۍ خفه کړی یم، امریکا د قانون او نظم یو ملت دی او تل به وي، هغه احتجاج کوونکي چې کانګرس ودانۍ ته ننوتل د امریکې جمهوریت یې بدنامه کړ، چا چې په دې تشدد او ویجاړۍ کې لاس درلود زموږ د هېواد استازیتوب نه کوي او چا چې قانون مات کړ حساب به ورسره وشي".

پر کانګرس ودانۍ د صدر ټرمپ د سلګونو پلویانو برید نه یواځې په امریکا کې دننه بلکې په نورو هېوادونو کې هم غندل شوی، خو پر ولسمشر ټرمپ په پراخه پیمانه د نیوکو باجود د هغه اکثر پلویان اوس هم ورسره ملګري دي، خو له واکه د ټرمپ د ګوښه کېدو او دویم ځل مواخذې غوښتنې هم په ډېرېدو دي.

په امریکا کې له خپل واکه د ولسمشر د لرې کېدو یواځې دوې قانوني لارې دي، یو دا چې په کانګرس کې یې مواخذه وشي او بله لاره یې د امریکې په آیین کې د 25م بدلون ماده ده چې د ذهني‌ حالت د خرابۍ په وخت مرستیال ولسمشر او د کابینې اکثریت هغه له دندې ګوښه کولای شي.

مرستیال صدر مایک پینس په کانګرس کې د رایو او د منتخب صدر د تایید په وخت د ولسمشر ټرمپ هغه غوښتنه په کلکه رد کړې وه چې ګواکې د جوبایډن د ټاکنې تایید دې نه کوي، خو مایک پینس یې غوښتنه رد کړې وه.

د ولسمشر ټرمپ د دې غوښتنې د نه منلو له کبله اوس د کانګرس ډېر غړي خصوصاً ډیموکرېټان له مایک پینسه غواړي چې له واکه د ولسمشر ټرمپ په ګوښه کېدو خپل کردار ادا کړي خو د تر لاسه شویو معلوماتو په اساس مایک پینس د دې ملاتړی نه دی.

له خپل واکه د ولسمشر ټرمپ د ګوښه کېدو غوښتنې په داسې وخت کې کېږي چې په سپینه ماڼۍ کې د هغه د واک تر دوو اوونیو هم کم قانوني موده پاته ده.

XS
SM
MD
LG