لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان وایي پاکستان باید بلوچستان کې دوژل شوؤ افغان خواریکښو قاتلان محاکمه کړي


دافغانستان دملي امنیت شورا د پاکستان دبلوچستان ایالت مچهـ سیمه کې د هزاره نسله وژل شویو کان کیندونکو افغانانو وژنه غندلې او ویلي یې دي چې یاده پېښه له ډيپلوماتیکو لارو تعقیبوي.

دشنبې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې د ملي امنیت شورا ویلي چې د پېښې د قربانبانو له کورنیو سره اړیکه کې دي او هڅه کوي تر څو د هوا له لارې د وژل شویو کسانو جسدونه دایکنډي ولایت ته راولېږدوي.

داعلامیې له مخې د افغانستان حکومت د دې قضيې هراړخيزه پلټنه او د عاملانو محاکمه غواړي او حاضر دی چې په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره لازمې همکارۍ وکړي.

په دریمه جنورۍ دبلوچستان په مچهـ سیمه کې ۱۰ هزاره نسله کان کیندونکي وسله والو وژلي وؤ چې د راپورونو له مخې په دغو کې د اوؤ تعلق دافغانستان د دايي کندي ولایت سره دی .

په عین حال کې دبلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو وي او ای اردو څانګې ته ویلي چې په کوټه کې دافغان کونسلګرۍ لخوا پاکستان ته په رسمي ډول خواست شوی چې د درېوؤ وژل شوؤ افغانانو مړي باید افغانستان ته وسپارل شي.

هغه ویلي ددغو درېوؤ وژل شوؤ شوؤ افغان وګړو کورنۍ غواړي چې خپل مړي خپل وطن کې خاورو ته وسپاري اؤ پاکستان به دافغان قونصلکرۍ په خواست پرېکړه دقانون له مخې کوي.

دبلوچستان وزیراعلا جام کمال هم اوړمه ورځ ویلي وؤ چې په وژل شوؤ خواریکښو کې افغانان هم شامل دي اؤ افغان کونسلګري غواړي دهغوئ مړي افغانستان ته انتقال کړل شي.

XS
SM
MD
LG