لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر ټویټر نیوکې: د ټرمپ اکاونټ یې ختم کړ خو د خامنایي یواځې یو ټویټ یې لرې کړ


واشنګټن ـــ د سوشل مېډیا مشهورې ادارې ټویټر د جمعې په ورځ دوه مختلف ګامونه پورته کړل، چې د صدر ټرمپ اکاونټ یې پر صدارتي ټاکنو د هغه د وروستیو تورونو او د خلکو د پارونې په تور ختم کړ، خو د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنایي یواځې یو ټویټ یې له دې کبله لرې کړ چې د کورونا وایرس د وېکسین په اړه یې "ناسم" تور پورې کړی.

د آیت الله خامنایي په نامه ټویټر اکاونټ اکثر په انګرېزي ژبه ټویټونه کوي او د جمعې په ورځ یې په یوه ټویټ کې د امریکې، برتانیې او فرانس پر وېکسین د بې باورۍ تور لګولی دی:

"له امریکې او برتانیې [ایران ته] د وېکسین راوړل منع دي، هغه په بشپړه توګه د باور وړ نه دی، دا له امکانه لرې نه ده چې هغوی به غواړي نور ملتونه په وایرس اخته کړي، د فرانس له ایچ ای وي ککړې وینې سره زموږ تجربه وشوه، د فرانس وېکسن هم نور د باور وړ نه دی".

د ټویټر له خوا د ولسمشر ټرمپ پر ضد دومره سخت اقدام او له آیت الله خامنایي سره نرمې رویې د نقادانو او د ښاغلي ټرمپ د پلویانو توجه ور اړولې او پر ټویټر یې په لسګونو پیغامونو کې د ټویټر اداره په "دوه مخې" پالیسۍ تورنه کړې ده.

د ټویټر ډېرو کاروونکو لیکلي چې د خامنایي اکاونټ- چې ټویټر تایید کړی هم نه دی- په پرله پسې توګه بیانونه خپروي او د اسرایلو په ضد- چې خپل سیمه ییز دښمن یې دی- د ټرمپ تر ټویټونو ډېرې تشدد ته پاروونکي خبرې کوي، خو ټویټر یواځې د ټرمپ خبرې د خپلې پالیسۍ خلاف بللې دي.

د امریکې د مواصلاتو د مرکزي کمېشن مشر اجیت پال پر ټویټر د آیت الله خامنایي د ټویټر اکاونټ د تېر کال د مې میاشتې څو سکرین شاټونه خپاره کړي چې په اکثرو کې د اسرایلو په ضد خبرې شوې دي. نوموړي لیکلي:

"له ټویټره سنجیده پوښتنه: آیا د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنایي دغه ټویټونه د ټویټر د تشدد د ستاینې د پالیسۍ خلاف دي؟".

د ایټمي ایران په ضد د امریکې د یوې ادارې یو اې این ای د پالیسۍ مشر جاسن براډسکي وایي، د خامنایي، نورو زورواکو او د هغوی د استازو ټویټر اکاونټونه له کرکې ډک او خطرناک مواد خپروي:

"موږ د خامنایي دا خبره لیدلې چې وایي اسرایل دې ختم شي چې د خلکو پارول دي، نو که ټویټر تشدد ته د پارونې په ضد پالیسي لري نو بیا خو دې په یو ډول پر هر چا عملي شي".

د آیت الله خامنایي پر ټویټ ډېرو ایراني فعالانو هم نیوکې کړې دي.‌ د وي او اې فارسي څانګې د ټیلیویژن پروګرام کوربنې مسیح علي نژاد له ټویټر ادارې غوښتي چې د آیت الله خامنایي اکاونټ بند کړي ځکه چې وایي هغه د وېکسین په اړه غلط معلومات خپاره کړي‌ دي.

د ټویټر د ادارې ویاند د دوه رنګې پالیسۍ لرلو تورونو ته په جواب وي او اې فارسي څانګې ته ویلي، چې دوی تر جمعې مخکې لا د نړۍ د مشرانو د ټویټر اکاونټونو په ضد عملي ګامونه پورته کړي‌ دي.

د خامنایي د ټویټ په اړه د ټویټر ویاند وایي د دوی د ادارې د ناسمو معلوماتو خپرولو د پالیسۍ له مخې د خامنایي د اکاونټ چلوونکی باید تر بل ټویټ مخکې دغه ټویټ له خپلې پاڼې ډیلیټ کړی وي.

د ټویټر ویاند وایي د ولسمشر ټرمپ ټویټ اکاونټ یې ځکه بند کړ چې وایي د هغه وروستیو ټویټونو خلک لا نور تشدد ته پارول.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG