لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبجلۍ خورؤلو نظام کې خرابي:دخالي اؤ اتوار په منځ شپه ټول پاکستان تیارو کې ډوب شوی


دبجلۍ دنظام کښېناستو له امله دخالي اؤ اتوار په منځ کې ټول پاکستان په تیارو کې ډوب شوی خو داتوار دسحر نه راپدیخوا بیلابیلو سیمو کې پړاؤ په پړاؤ یو وارې بیا دبجلۍ بحالي بیا پیل شوې ده.

دهیواد دتوانایۍ مرکزي وزیر عمرایوب خان په ټوئټر لیکلي دبجلۍ د رسد په نظام کې سمدستي فرینکونسي د۵۰ؤ ته صفر ته رالوئېدلې چې له امله دټول هیواد بجلي قطع شوې ده.

هغه ویلي دبجلۍ دسمولو دچارو ماهران شپه په شپه خپلو ورسپارل شوؤ سیمو ته رسیدلي اؤ دی پخپله دبجلۍ دسمولو دچارو څارنه کوي.

د توانایۍ دچارو ډویژن ویلي په ابتدایي توګه دشپې په ۱۱ؤبجو اؤ ۴۱ؤ دقیقو معلومه کړل شوې ده چې په ګدو کې تیکنیکي خرابي رامنځته شوې اؤ دبجلۍ د رسد نظام هم ددې له امله ناست دی.

د توانایي دچارو ډويژن داتوار په سحر ویلي چې دشپې څخه تیکنیکي ډلې دبجلۍ دنظام په سمولو بوختې دي اؤ پړاؤ په پړاؤ دبجلۍ دبحالیدو عمل پیل شوی دی.

د توانایۍ ډویژن له مخې دتربیلې دبجلۍ د درېوؤ یونټونو اؤ د ورسک دبجلۍ د یونټونو څخه دپېښور شاهي باغ،مردان .بحریه ټاؤن اؤ سنګجاني دبجلۍ خورولو نظام یا ګرډونو ته بجلي ورپرېښودل شوې ده چې له امله یې دپېښور اؤ دهیواد ځېنو نورو سیمو کې بجلي بحال شوې ده.

له یوې مخې ټول پاکستان کې دبجلۍ بندیدو له امله په ټولنیزو رسنیو خلکو بیلا بېلې ویرې اندېښنې څرګندولې خو دتوانایۍ ډویژن په ټوئټر د ټول قام نه دشپې په وخت وغوښتل چې په پروپیګنډو غوږ ونه ګروي اؤ یوازې د توانایۍ ډویژن لخوا په خپریدونکو معلوماتو اکتفا وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG