لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شو


په پاکستان کې نن د ګل/دوشنبې د ورځې [اا جنورۍ] نه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شو. دا د 2021م کال په ملکي کچه لومړی کمپاين دی.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه د نن څخه پېل شوي کمپاين کې به د 40 ميلينه پورې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي او ورسره د وټامن ای خوراک هم ورکولی شي.

د چارواکو په وېنا د وټامن ای خوراک به د شپږو مياشتو نه تر59 مياتشو پورې عمر ماشومانو له ورکولی شي کوم چې د پوليو او نورو ناروغو په وړاندې د ماشومانو قوت مدافعت سېوا کړي.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم ځانګړي مرستیال فېصل سلطان ويلي، هدف يې دی چې په وخت او پرله پسې ماشومانو ته څاڅکي ورکول يقيني کړي چې د پوليو وايرس ختم کړی شي.

هغه ويلي د حکومت هدف يې د پوليو نه پاکستان پاکول دي او په دې لړ کې د قوم، د ټولنې او مياندو پلارانو ملاتړ ته اړتيا لري.

ويل شوي د پوليو ضد څاڅکو ورکولو ټيمونه به په بس سټېشنو، رېلوی سټېشنو او افغان کډوالو کېمپونو او نورو عامو ځايونو کې موجود وي.

چارواکو ويلي د پولیو ټيمونو دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

په پاکستان کې تير کال په 2020م کې د پوليو د لومړي ډول 84 پېښې او د پوليو د دوهم ډول 122 پېښې مخې ته راغلې وې.

په تير کال کې د پوليو زياتې پېښې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې 26، او خېبرپښتونخوا او سيند کې 22، 22 او پنجاب کې 14 رپورټ شوې وې.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان يواځينې دوه هېوادونه دي چې د پوليو وايرس پکې شتون لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG