لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: کابل خېل قوم د ډېورنډ په پوله په تګ راتګ کې اسانتيا غواړي


د شمالي وزيرستان کابل خېل قوم غوښتنه کړې چې په سیمه کې د بدامنۍ، د خلکو ځورولواو علاقه خلکو ته د خالي کولو سره دې دوی ته د ډېورنډ په پوله د تګ راتګ په اسانۍ سره اجازه ورکړی شي.

پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په شوا تحصيل کې د کابل خېل امن پرمختګ په نوم يوه غونډه شوې چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرانو ګډون کړی دی.

په غونډه کې نهه غوښتنې شوي چې پکې د ماينونو پاکولو، د بدامنۍ د پېښې کېدو وروسته د خلکو د نه تنګولو ، په پټو مخونو د وسله والو په ګرځېدو بندېز، په ځمکو د ناجايزه قبضو او کرم تنګي ډېم باندې د قوم د دريځ اورېدو غوښتنه شوې ده.

د دې ترڅنګ غوښتل شوي چې د ضرب عضب عملياتو وروسته شوال تحصيل ته د خلکو په تګ بندېز دی علاقه دې خلکو ته خالي کړی شي او کابل خېل قوم چې د ډېورنډ دواړو غاړو ته پروت دی په تګ راتګ کې ترې په زرګونو روپۍ اخستل کيږي دغه تګ راتګ دې اسان کړی شي.

او په اخره کې ويل شوي په شمالي وزيرستان کې د هدف وژنو او خلکو تښتونو د پېښو مخنيوی دې وشي او په شمالي وزيرستان کې دې تل پاتې امن په ځای کړی شي.

غونډې ته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په سيمه کې د جګړو د بندېز غوښتنه وکړه او وې ويل جګړې په پردو ګټو تماميږي، پکار ده چې په علاقه کې امن په ځای شي او د سيمې خلک د علاقې د چلغوزو او نورو معدنياتو ګټې په خپله ترلاسه کړي.

پشتين زياته کړې چې دوی په پرامنه ډول خپلې غوښتنې وړاندې کړي خو د دوی دغوښتنو منلو په ځای بيا په دوی مقدمې جوړول کيږي او نيول کيږی.

د قومي اسمبلۍ غړي او پي ټي اېم مخکښ محسن داوړ ويلي، دوی د خپلو جايزو حقونو دپاره مبارزه پېل کړې، خو په پرامنه لاره د مبارزې باوجود د دوی د قومي اسمبلۍ په غړي علي وزير او په نورو غړو بې بنياده مقدمې جوړې شوي دي او بندي کړی شوي دي.

يادې غونډې ته د کابل خېل قوم يوې مېرمن هم وېنا کړې او ويلي يې دي دوی ګڼله چې دوی بيرته علاقې ته ستانه شي امن به په ځای وي خو دغلته د امن په ځای بيا ځورونې روانې دي او زياتوي خپل زوی يې د دوه کلونو راهسې بې درکه دی.

د کابل خېل قوم غوښتنو ته په ځواب کې د شمالي وزيرستان انتظاميې په ښکاره کوم غبرګون نه دی ویلی خو يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته ویلي چې په علاقه کې انتظاميه موجوده ده او په سيمه کې د امنيت سره هر څه په قابو کې دي.

انتظامي چارواکي وايي هم پرون يې په علاقه کې په اغېزمنو خلکو کې مرستې وېشلې دي.

پي ټي اېم ته د پوځ او حکومت دريځ

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي،

هغه ويلي ؤ ​"د اسلام اباد په دهرنا کې چې د دوی تر ټولو لومړۍ دهرنا وه د هغې دپاره د هند استخباراتي ادارې را دوی ته څومره پېسې ورکړې وې".

هغه تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي ؤ چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG