لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په برتانیه کې د کورونا له نوي ډول څخه وروسته دوه نور ډولونه هم موندل شوي دي


واشنګټن - خبري راپورونه وايي، په برتانیه کې د کورونا نوی موندل شوی ډول چې د ساینس پوهانو لخوا زیات ساري بلل شوی په فرانسه او روسیه کې هم موندل شوی دی.

روسیې چې د کورونا وایرس تر درې میلیونو زیاتې پېښې پکې موندل شوي لا له مخکې څخه د جنورۍ تر ۱۳ پورې له برتانیې څخه پروازونه ځنډولي دي او د ټولو هغو مسافرو د دوو اونیو قرنطین یې لازمي کړی څوک چې له برتانیې څخه ورځي.‌

په ورته وخت کې په برتانیه کې چې لاک ډاون هم پکې لږېدلی په کورونا د اخته شویو کسانو او مړینو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او ګڼ روغتونونه په ناروغانو ډک شوي دي.‌

د لندن ښاروال صادق خان ویلي، "بد حقیقت دا دی چې مونږ به په راتلونکو څو اونیو کې د ناروغانو لپاره کافي بسترونه و نه لرو مګر دا چې د وایرس په خپرېدو کې د پام وړ کموالی راشي."

په برتانیه کې د کورونا نوی موندل شوی ډول تر اوسه پورې په ۴۵ هېوادونو او د امریکا په اتو ایالتونو کې موندل شوی دی.‌

همدارنګه په جنوبي افریقا کې د وایرس یو بل موندل شوی ډول د اتوار یا یکشنبې په ورځ په ایرلېنډ کې موندل شوی.

د دې ترڅنګ په جاپان کې دریم ډول په هغو مسافرو کې موندل شوی چې له برازیل څخه ورغلي دي.‌

په جاپان کې د ساري ناروغیو د ملي‌ انسټیټیوټ مشر تکاجي وکېتا د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل،‌ د کورونا دغه دریم موندل شوی ډول له هغو ډولونو څخه چې په برتانیه او جنوبي افریقا کې موندل شوي دي توپیر لري خو د بدلون له پلوه یو ګډون مخ هم لري.‌

څېړونکي وايي، که څه هم د کورونا دغه نوي ډولونه د اندېښنې وړ دي خو د تمې خلاف نه دي ځکه د کورونا وایرس د راپېدا کېدو څخه تر اوسه پورې په دې وایرس کې په زرګونو واړه بدلونونه راغلي دي.

همدارنګه پاپ فرانسس د اتوار په ورځ وویل،‌ چې د کورونا وایرس د واکسین اخېستل یوه اخلاقي کار دی.

هغه په واټیکان کې له یو ایټالوي ټي وي، چېنل فایف سره په مرکه کې وویل،‌ "دا یو اخلاقي انتخاب دی ځکه تاسو له خپلې روغتیا سره قمار یا جواري کوئ، له خپل ژوند سره بلکه تاسو یې د نورو خلکو له ژوند سره هم کوئ."

تمه ده په واټیکان ښار کې به په دې اونۍ کې واکسین پیل شي او فرانسس ویلي، هغه لا له مخکې څخه د واکسین اخېستلو وخت اخیستی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د یکشنبې یا اتوار په ورځ راپور ورکړ چې په نړۍ کې په کورونا د اخته شویو کسانو شمېر له ۹۰ میلیونو څخه اوښتی دی.

تر ټولو زیاتې پېښې یې په امریکا کې دي چې شمېر یې له ۲۲ میلیونو څخه زیات شوی او په ترتیب سره په هند کې تر لسو میلیونو او په برازیل کې له اتو میلیونو څخه اوښتې دي.

د افریقا په لویې وچه کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د کورونا درې میلینه پېښې تایید شوي.

په اکثرو هېوادونو کې اوس د کورونا دوهمه څپه تایید شوې او بندیزونه هم لګول شوي دي.‌

الجزایر کې هم د یکشنبې په ورځ د روس واکسین سپوتنېک راجستر شو او روسي چارواکو ویلي، دا لومړنی افریقايي هېواد شو چې له روسیې سره یې د واکسین اخېستلو پرېکړه وکړه.

همدارنګه د الجزایر ولسمشر د یکشنبې په ورځ جرمني ته د کورونا د ستونزو د درملنې لپاره پرواز وکړ.

پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې د کورونا د څه باندې نیم میلیون پېښو او ۱۰۶۷۶ مړینو خبر ورکړی.

حکومتي وزیر اسد عمر یو ځل بیا د ټویټر له لیارې له خلکو غوښتي دي، چې د کورونا د مخنیوي په برخه کې د روغتیا پوهانو سپارښتنې په سمه توګه عملی کړي.‌

په افغانستان کې روغتیايي چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا د ۴۶ نویو پېښو او ۱۳ مړینو خبر ورکړی. په افغانستان کې رسمي شمېرې ښيي چې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر څه باندې ۵۳۰۰۰ او د مړو شمېر څه باندې ۲۳۰۰ ته رسېدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG